جلال اباد (پژواک ٣ سلواغه ٩١): د ننګرهار والي وايي، د دغه ولايت په غازي امان الله خان ښارګوټي کې به په نړيوالو معيارونو برابر يو دارالعلوم او يو زر بستريز روغتون جوړ کړي.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د سلواغې په ٣مه، د دغه ښارګوټي د دويم فېز د پرانېستې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار د حصارشاهي په دښته کې د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې به په نړيوالو معيارونو برابر يو دارالعلوم او يو زر بستريز روغتون جوړ کړي.
نوموړي زياته کړه: ((دا دارالعلوم به د مصر د الازهر د جامعې په برابر وي او هر څه به يې په نړيوال سټنډرډ برابر وي.))
د هغه په وينا، له دارالعلوم سره په خوا کې يو زر بستريز روغتون هم جوړېږي، چې چارې به يې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.
د غازي امان الله خان ښارګوټي جوړوونکي نجيب زراب پژواک اژانس ته وويل، د دويم فېز په کار کې د دارالعلوم او روغتون ترڅنګ دى يو په نړيوال معيار برابر پوهنتون هم جوړوي، چې چارې يې په نږدې راتلونکي کې پيلېږي.
نوموړي زياته کړه: ((انشاءالله موږ په راتلونکي کې خپلو هېوادوالو لپاره ډېر څه په نظر کې لرو، چې ويې کړو.))
د ننګرهار د ښار جوړونې رييس انجنير زاخېل وايي، د غازي امان الله خان د ښارګوټي پروژه په ننګرهار کې يوه له هغو لويو پروژو څخه ده، چې په ميلياردونه ډالر لګښت پرې شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((دا چې اوس دلته پوهنتون، دارالعلوم او روغتون جوړېږي، نو دا د ننګرهاريانو لپاره تر ټولو لوى کرېډيټ دى.))
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د ننګرهار والي ياد ښارګوټي ته څېرمه يو زر بستريز روغتون ته ٤٠٠ جريبه ځمکه په واک کې ورکړې وه، چې د سيمې خلکو له خوا يې مخنيوى شوى وو، خو اوس يې دا ستونزه هواره کړې ده.