Language

کامدېش کې بې پيلوټه هوايي بريد اته وسلوال ووژل

جلال اباد (پژواک ٣ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د امريکا په بې پيلوټه هوايي بريد کې ٨ وسلوال وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي.

د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام الله خان نورستاني د سلواغې په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، پرون مازديګر ناوخته د کامدېش ولسوالۍ په بازګل خولې سيمه کې بې پيلوټه الوتکې پر وسلوالو طالبانو بريد کړى، چې له امله يې اته تنه وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي.

امنيه قوماندان وايي، چې دغه بريد په داسې مهال شوى، چې د طالبانو يوه لويه غونډه روانه وه.

نوموړي زياته کړه: ((دوى غونډه لرله او په سلا مشورو بوخت وو، چې د کشفي اطلاع پر بنسټ امريکايي بې پيلوټه الوتکې پرې بريد وکړ او مرګ ژوبله يې ور واړوله.))

د هغه په وينا، چې په ياده سيمه کې امنيتي حالت خراب دى نو ځکه د دې پېښې د قربانيانو په اړه کره معلومات ترلاسه کول ستونزمن کار دى.

د سرحدي پوليسو چارواکي وايي، چې د بازګل خولې په سيمه کې د بې پېلوټه الوتکې دوه پرله پسې بريدونه شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري ښيي.

د نورستان د ولايتي شورا غړى عنايت الله مذهبيار ياد بريد مني او وايي، چې په بريدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او وژل شوي ټول وسلوال طالبان دي.

د کامدېش اوسېدونکى ناجر خان وايي، بازګل خوله هغه سرحدي سيمه ده، چې د پاکستان له چترال سيمې سره ګډه پوله لري او بېلابېلې وسله والې ډلې په کې فعاليت کوي.

ايساف ځواکونو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې څلور عام وګړي وژل شوي او د دوى ملګرو ته زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده، چې کامدېش د نورستان يوه له هغو ناامنو ولسواليو ده، چې ډېرى وخت په کې عمليات او نښتې رامنځ ته کېږي.