کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩١): په کابل کې د ملګرو ملتونو د اړتياوو د ارزونې ماموريت په افغانستان کې د ټاکنو لپاره د دغه سازمان د مرستو ارزونه کوي.
ټاکل شوې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د پلاوي دفتر (يوناما) په يوه خبرپاڼه کې ليکي، چې د ملګرو ملتونو د ټاکنو د اړتياوو د ارزونې پلاوى د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په بلنه اوس په کابل کې د ارزونې خپل دويم پړاو پيل کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد څلور کسيز پلاوى د مرغومي په ٢٩مه د دويم ځل لپاره کابل ته راغلى او په لسو ورځو کې به د ټاکنو اړوند له بېلابېلو اړخونو سره وګوري.
په خبرپاڼه کې د يادې ارزونې د لومړي پړاو په اړه څه نه دي ويل شوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسيون غوښتنه کړې، چې د ټاکنو لپاره د سترو تياريو په پام کې نيولو سره مهمه ده، چې د ملګرو ملتونو د اړتياوو د ارزونې ماموريت ژر ترسره شي.
سرچينه وايي، د اړتياوو د ارزونې د پلاوي موخه دا ده، چې د ټاکنو چاپېريال و ارزوي او د راتلونکو ټاکنو لپاره، چې سمبالښت او مشري يې د افغانانو پر غاړه ده، د ملګرو ملتونو د مرستو د څرنګوالي په اړه سپارښتنې وکړي.
دغه راز سرچينه زياتوي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د هغه پرېکړه ليک له مخې، چې د ٢٠١٢ ميلادي کال د مارچ په ٢٢ مه د افغانستان په اړه صادر شو، له يوناما تمه کوي، چې په دې برخه کې مرستندويه رول ولري او له افغان چارواکو او اړوندو موسسو سره د هغوى په غوښتنه مرستې وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر ضياءالحق امرخېل نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه پلاوى د ټاکنود د تخنيکي اړخ د ارزونې په موخه د کمېسيون په غوښتنه کابل ته راغلى دى.
د ده په وينا، ياد پلاوي ژمنه کړې چې د ټاکنو د کمېسيون مالي او تخنيکي ملاتړ به کوي.
د هغه په خبره، دغه پلاوي د افغانستان له حکومتي چارواکو، سياسي ګوندونو، متنفذينو او د ملي شورا له دواړو جرګو سره په ټاکنو پورې د اړوند موضوعاتو په اړه ناستې او خبرې کړې دي.
د امرخېل د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو پلاوي خپله لومړنۍ ارزونه يوه مياشت مخکې کړې ده.
خو ده د لومړنۍ ارزونې په اړه نور معلومات ورنه کړل.