جلال اباد( پژواک ٤ سلواغه ٩١ ) : د ننګرهار د خوګياڼو په وزيرو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې پنځو وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
د خوګياڼو ولسوال سيدالرحمن مومند د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن مازيګر درې بجې د وزيرو په پيره خېلو سيمه کې د طالب قوماندان مولوي نور محمد پر کور بهرنيو ځواکونو هوايي بمبار کړى، چې درې تنه په کې وژل شوي او دوه نور سخت ټپيان دي.
هغه زياته کړه ، چې د وژل شويو مخالفينو هويت نه دى څرګند او په دې اړه پلټنې روانې دي.
د نوموړي په وينا، په بمبار شوي کور کې ښځې او ماشومان نه وو او يواځې ياد پنځو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سيمې اوسيدونکي انوارلحق حقيق پژواک اژانس ته وويل، چې په بمبار کې عامو وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په پېښه کې يو تن د مبارز په نوم وژل شوى او درې نور ټپيان دي .
دى وايي ، چې د وژل شوي تن ورور پخوا هم په ورته پېښه کې وژل شوى و.
د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک ته وويل، چې د پېښې له سيمې ورته ټپيان نه دي را وړل شوي، خو ښايي ټپيان په لاره کې وي.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په بمبار کې يې يو ملګرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، دى زياتوي چې په پېښه کې ښايي عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي ، خو دوى يې په اړه کره معلومات نه لري.
د يادونې ده ، چې د خوګياڼو وزيرو سيمه يوه له هغو ناامنه سيمو څخه ده، چې وخت نا وخته ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کيږي.