جلال اباد ( پژواک ٤ سلواغه ٩١ ) : په لغمان ولايت کې د بيارغونې دوه بېلابېلې ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې ولايت د مرکز مهترلام اړونده د اليشنګ سيند پر غاړه د ده زيارت او ميا خان کڅ په سيمو کې د استنادي دېوالونو پروژې بشپړې شوې.
هغه زياته کړه ، چې ددې پروژو په جوړېدو سره د سيمې په لسګونه کورونه او په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شوه .
د نوموړي په وينا، د مرکز اړوند د ده زيارت سيمې ٢٠٠ متره دېوال ،چې د اليشنګ د سيند پر غاړ دى ، کار يې د خوراک د نړېوال سازمان (WFP) په مالي مرسته په پنځو مياشتو کې بشپړ شو.
د ده په خبره، چې د ياد دېوال پراخوالى دوه متره دى او لوړوالى يې تر پنځو مترو رسيږي.
ځواک وايي، چې پر دواړو پروژو ٢٤٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.
د والي وياند سرحدي ځواک زياتوي ،چې د مياخان کڅ په سيمه کې د جاپان د سفارت له لوري يو استنادي دېوال، چې ٢٥٠ متره اوږدوالى لري ، جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ده زيارت د سيمې اوسيدونکي فخرالله پژواک ته وويل ،چې د ياد دېوال په جوړېدو يې کرنيزه ځمکه د سيند د زياتو اوبو له ګواښ څخه وژغورل شوه .
هغه زياته کړه : ((مخکې به ستونزې ډېرې وې زموږ ځمکې د اوبو له شره نه وې خلاصې، مګر اوس ستونزه هواره شوې ده.))