کابل ( پژواک ۵ سلواغه ۹۱ ) : پياوړي لیکوال، تاریخ پوه او سیاسي شخصیت غلام محمد زرموال چې تیره اونۍ دورپيښې ناروغۍ له امله په لندن کې ساه ورکړې وه، نن په پلازمینه کابل کې یې د جنازې مراسم ترسره او خاورو ته وسپارل شو.
د هغه د جنازې په مراسمو کې د زرموال دکورنۍ، دملي شورا غړو، دولتي مسولینو، مینوالو، لیکوالو، مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو او د هغه پلویانو برخه اخیستې وه.
د میدان وردګو پخوانی والي محمد حلیم فدایي د سلواغې په ۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د زرموال جنازه نن لندن څخه دکابل پروخت په (۹،۳۰) بجو دکابل نړیوال هوایي ډګر ته راوړل شوه.
هغه زیاته کړه چې وروسته د غلام محمد زرملوال جنازه په نوي کارته کې دده دزامنو کور ته دسل ګونو موټرو په بدرګه یوړل شوه او هلته ترغرمې یوې بجې پورې یې د دکورنۍ او مینوالو لیدلو په موخه کیښودل شوه.
وروسته دخبرتیا سره سم یې دکابل په عیدګاه مسجد کې دزرګونه کسانو لخوا یې دجنازې لمونځ اداه شو او دنوموړي روح ته د دعا لاسونه پورته شول.
تر جنازې وروسته دیني عالم او دسولې عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد د غلام محمد زرموال په ژوند او سرښندونو باندې رڼا واچوله او زرموال یې هغه څوک یاد کړ چې په لوی افغانستان باندې ترهرچا زیات زوریدو خو دلوی افغانستان دجوړیدو هیله یې له ځان سره یوړې.
همدرانګه د هغه ژوند لیک چې مختګ خدمتونو په زیار د(۱۰۰۰) ګڼو په شمېر چاپ شوې و دلیکوال ډاکتر ځلاند لخوا ولوستل شوو چې پکې دنوموړي دپيژندنې ترڅنګ دنوموړي هیلو، تګلارو، فکرونو ، ارمانونو ترڅنګ دنوموړي دژوند ځیني خاطرو ته پکې ځای ورکړل شوې وو.
په پای کې د هغه د کورنۍ په استازیتوب دنوموړي کشر ورور ډاکتر عید محمد لخوا دټولو هغه کسانو څخه مننه وکړه چې په لندن او په کابل کې یې د ارواښاد دتدفین په مراسمو کې برخه اخیستې وه او زیار یې ګاللی وو.
دیاونې وړ ده چې د زرملوال فاتحه به دسلواغې په (۷) نیټه دشنبې په ورځ د کابل په عیدګاه جامع جومات کې دنوموړي دکورنۍ، لیکوالو او فرهنګیانو لخوا دماسپښین (۱:۳۰ بجو څخه تر ۳ بجو پورې واخیستل شي. دوستان دی خبر وي.