کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩١): د ساحلي فوټبال نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې اسټراليا له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته افغانستان ته شپږ پر څلورو ګولونو ماتې ورکړه.
د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه پرون تر ماښام وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د اسټراليا د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته شپږ پر څلورو ګولنو ماتې ورکړه.
د رحماني په وينا، دا يوه په زړه پورې لوبه وه، تر ډېره وخته د افغانستان او اسټراليا لوبه برابره وه او دواړو لوبډلې دوه په دوه مساوي روانې وې.
خو نوموړى وايي، چې د لوبې په وروستيو برخو کې اسټراليا څلور او افغانستان دوه نور ګولونه ووهل او دغه ډول دا لوبه د اسټراليا په ګټه پاى ته ورسېده.
د لوبو يو کارپوه هادي کاظمي وايي، چې که څه هم افغانستان يو ساحلي هېواد نه دى او نه يې هم لوبغاړو په شګو او سواحلو کې تمرينات کړي، خو بيا يې هم د اسټراليا په څېر له يوې پياوړې لوبډلې سره په زړه پورې لوبه وکړه.
د افغانستان ساحلي فوټبال لوبـډله په خپل ګروپ کې قطر ته ماتې ورکړه، خو له عمان او اسټراليا يې ماتې وخوړه او له مخکې تګ څخه پاتې شوه.
د افغانستان لوبـډله به نن د دغو سياليو د نهم مقام لپاره له بحرين سره لوبه وکړي، دا لوبه به د کابل پر وخت د ماښام په پنځه نيمو بجو ترسره شي.
د رحماني د معلوماتو له مخې، د قطر د ساحلي فوټبال په سياليو کې د افغانستان په ګډون له اسيا څخه ١٦ لوبډلې ګډون لري.
د اولمپيک وياند وايي، چې له دغو سياليو څخه درې غوره لوبډلې به د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته لاره پيدا کړي، چې ټاکل شوې په فرانسه کې ترسره شي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP