کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩١): د جورجيا د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې په افغانستان کې يې درې سرتېري ټپي شوي دي.
د دفاع وزارت له خوا د سلواغې په ٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه پرون په هلمند ولايت کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د هلمند ولايت په مربوطاتو کې د دوى سرتېري پر ګزمه بوخت وو، چې د سړک غاړې د ماين چاودنه پرې وشوه.
سرچينې ويلي، چې په دې چاودنه کې يې درې سرتېري ټپي شوي، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
په افغانستان کې مېشتو ايساف ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جورجيا د ايساف په چوکاټ کې شاوخوا ١٦٠٠ سرتېري لري چې په هلمند ولايت کې مېشت دي، تر اوسه يې ٢٠ سرتېري وژل شوي او تر ٩٠ پورې نور يې ټپيان دي.