کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩١): د ملي امنيت پخوانى رييس امرالله صالح وايي، چې ايران د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوي کوي، خو د هېواد دولتي واکمنۍ ته يې په تېرو څلورو لسيزو کې هېڅکله درناوی نه دی کړی.
صالح دغه څرګندونې په هغې ليکنه کې کړې، چې د سلواغې په پنځمه د بي بي سي په وېبپاڼه کې خپره شوې ده.
هغه زياته کړې، چې د دولت کمزورتيا ايران ته په افغانستان کې د مخامخ او نامخامخ لاسوهنو لار هواره کړې ده.
صالح وړاندې ليکلي: ((دغه اټکل نشته چې ايران دې پر افغانستان مخامخ پوځي يرغل ته لاس واچوي، خو که وغواړي او يا بېړنی حالت رامنځ ته شي پر خپل توغنديز ځواک کولی شي د افغانستان هره څنډه په نښه کړي.))
د نوموړي په وينا، د افغانستان قومي جوړښت، مذهبي بېلوالی، بېوزلي او لوږه، د بحري لارې نشتوالی او د هغې د درلودو اړتيا، ژبني توپيرونه او تربګنۍ او نور، هغه لاملونه دي چې هر ګاونډي، په تېره بيا ايران او پاکستان ته يې د لاسوهنې دروازه پرانيستې ده.
د ملي امنيت پخوانى رييس، چې اوس د ملي جبهې غړى دى، په دې ليکنه کې وړاندې وايي، تر هغه چې افغانستان له دفاعي پلوه پر پښو نه وي درېدلی، ايران د افغانستان لپاره يو امنيتي او پوځي ګواښ بلل کېږي.
هغه زياته کړې: ((تر هغه چې د ايران او لوېديځ اړيکې سمې شوې نه وي، افغانستان د ايران له سمندري بندر- چاه بهار څخه هم سمه ګټه نه شي پورته کولی؛ ځکه چې ايران پر دې چاره له امنيتي او ستراتيژيک پلوه پرله پسې بيا کتنه کوي.))
صالح په دې ليکنه کې وايي، چې د ايران تر اسلامي انقلاب او په افغانستان کې د غويي تر انقلاب وروسته د دواړو هېوادونو اړيکې هېڅکله هم له کړکېچه خالي شوې نه دي.
په دغو څلورو لسيزو کې د افغانستان او ايران دولتونو اړيکې تل له شک او ترديد نه ډکې پاتې دي.
د هغه په وينا، د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر ړنګېدو وروسته، ايران د افغانستان پر وړاندې يوه ډېره پېچلې تګلاره غوره کړه.
هغه مهال ايران د خپلې اټومي پروژې د بشپړولو لپاره، د پاکستان تخنيکي مرستې ته اړتيا درلوده او ځکه يې تر ۱۹۹۶ کاله د افغانستان په اړوند له پاکستان سره ډېرې نږدې اړيکې او همغږي درلوده.
دى وايي، چې د طالبانو له خوا د وحدت ګوند د مشر عبدالعلي مزاري تر وژل کېدو وروسته، د ايران په تګلاره کې يو بدلون رامنځ ته شو؛ له ۱۹۹۶ نه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې ايران د طالب ضد متحدې جبهې پوځي او مالي ملاتړ ته ور ودانګل.
امرالله صالح وړاندې ليکلي، چې له نوي افغان حکومت سره ايران په لومړي سر کې په ښکاره ښې اړيکې ټينګې کړې، خو په پټه يې ورته د شک په سترګه کتل.
د هغه په وينا، د ولسمشر محمدخاتمي پر مهال د ايران ډيپلوماسي د افغانستان پر وړاندې فعاله او روښانه وه، خو اوس د سيمه ييزو لاملونو او مسايلو پر بنسټ ايران په افغانستان کې د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره پټه لاسوهنه کوي.
د ملي امنيت پخواني رييس د ايران يو شمېر ادارې په ګوته کړې، چې په پټه او ښکاره توګه په افغانستان کې لاسوهنې کوي.
هغه د بېلګې په توګه د ايران د قم د روحانيت حوزه ياده کړې، چې د ده په وينا، په حقيقت کې ستره سياسي او مذهبي حوزه ده، د ايران د نرم او سياسي نفوذ د پراخولو په خاطر، له شيعيه لږکيو سره نه يواځې په افغانستان نه، بلکې په ټوله سيمه کې مرسته کوي.
امر الله صالح وايي، چې د ايران د اطلاعاتو وزارت يوه څانګه، د بهرنيو اطلاعاتو (استخباراتو) په نامه په نورو هېوادونو کې پټ او ښکاره فعاليت لري؛ ښکاره په دې مانا چې د ايراني سفارتونو په چوکاټ کې يو مامور د کوربه هېواد له اړوندو چارواکو سره د اړيکو د ټينګولو په برخه کې ښکاره فعاليت کوي، د بهرنيو اطلاعاتو څانګې يوه اساسي دنده دا ده چې د افغانستان په اړه معلومات راټول کړي.
د ده په وينا، دوی د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې له هغو مامورينو سره پټې اړيکې ټينګوي چې ځانګړو معلوماتو ته لاسرسی لري.
دې څانګې ته، د افغانستان د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، دفاع، اوبو او انرژۍ او ماليې وزارتونه او لوېديځ ولايتونه ځانګړی ارزښت لري.
د ملي امنيت پخوانى مشر وايي، چې د ايران د سپاه پاسداران ځواک د ايران تر ټولو ستره، پېچلې، بډايه او د پراخ واک درلودونکې اداره ده. د افغانستان په تړاو د «سپاه» دوه څانګې په خاص ډول کلک فعاليت کوي: د «قرارګاه انصار» ادارې يوه څانګه چې په مشهد ښار کې دېره ده او د «مرکز ۲۳» اداره، چې له بيرجند ښار نه فعاليت کوي او دواړه په ((قدس لوا)) پورې اړه لري، دوی دواړه د افغانستان په چارو کې ژور ښکېل دي.
د هغه په وينا، د «قدس» ځواک د استخباراتي او سبوتاژي عملياتو لمن له افغانستان پرته د پاکستان تر بلوچستانه، عراق، لبنان او يمن پورې غځېدلې ده.
صالح وايي، چې د يوه ډيپلوماتيک تړون له مخې د افغانستان او ايران ډيپلوماتان يو د بل هېوادونو ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا نه لري. له دغې آسانتيا نه د ايران استخباراتي مامورين خورا پراخه ناوړه ګټه پورته کوي.
دوی چې هرکله غوښتي او له هرې لارې چې ورته اسانه وي، افغانستان ته د ډيپلومات په نامه ننوځي، چې د افغانستان د استخباراتو لپاره پر هغوی څار نږدې ناشونی دی.
خو د نوموړي په وينا، ايران بيا د پرديو ډيپلوماتانو د تعقيب او څارنې لپاره پراخ الکترونيکي او فزيکي امکانات لري، پر همدې بنسټ نو دغه ډيپلوماتيک تړون د استخباراتو له نظره په اوس مهال کې افغانستان ته د ګټې پر ځای زيان اړوي.
صالح وايي، چې په افغانستان کې د ايران اوسنی سياست ګڼ اړخونه لري، له مرکزي حکومت سره ټينګې اړيکې ساتل، د سياسي اپوزېسيون پالل او ورسره همکاري کول، شيعيه مذهبي ډلو ته د امکاناتو چمتو کول، د امريکا له پوځي او سياسي شتونوالي سره پټ او ښکاره مخالفت او په بېړنيو حالاتو کې پر امريکايي نظامي تاسيساتو د توغنديز ګوزار وړتيا موندل دي.