Language

جلال اباد (پژواک ٧ سلواغه ٩١): د افغانستان د نخبه ګانوګوند مشر عبدالحميد جواد وايي، چې په ټاکنو کې د زړو کارتونو استعمال فساد ته لاره هواروي.

نوموړي دغه څرګندونې د سلواغې په ٧مه په جلال اباد ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې که په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې له زړو کارتونو کار واخيستل شي ښايي د پخوا په  څير فساد او درغلي په کې وشي.
نوموړي پر دولت غږ وکړ، چې د ټاکنو لپاره دې نوي کارتونه او يا هم برېښنايي تذکرې جوړې او په خلکو دې ووېشي.

جواد زياتوي، شاوخوا د يو کال په موده کې د ټاکنو کمېسيون کولى شي چې نوي کارتونه ووېشي.

د هغه په وينا، نړيوال د ټاکنو په برخه کې مالي مرسته کوي، په دې پروسه کې مالي مشکلات نه شته، نو بايد چې د دې پروسې په تګ لاره او يا هم د برېښنايي تذکرو په وېشلو کې د درغليو مخه ونيول شي.

د نخبه ګانو د ګوند مشر دا هم وويل، ولسمشريزو ټاکنو ته بايد هغه څوک کانديد شي، چې د ولسونو خوښ او هېواد ته خدمت وکړاي شي، نه دا چې له ګټې يې تاوان زيات وي.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د اداري فساد، نشه يي توکو استعمالوونکو او غير اخلاقي ويډيويي فلمونو پلورونکو پر ضد بايد په ټولنه کې کلکه مبارزه وشي، نه دا چې دولت يې پر وړاندې چوپه خوله کېني.

که څه هم ولسمشريزو ټاکنو ته څه باندې يو کال موده پاتې ده؛ خو افغان دولت بيا وايي، چې په زړو کارتونو به رايه اچونه ترسره کېږي.

تر دې وړاندې داسې ويل کېدل، چې ولسمشريزې ټاکنې به د برېښنايي کارتونو له وېشلو وروسته د دغه کارت له لارې ترسره کېږي، خو دغه چاره وځنډېده.

Related Topics