هرات (پژواک ٧ سلواغه ٩١): په هرات کې د يوې نجلۍ مرموزې وژنې، چې د ځان وژنې نوم يې ورکړى، په روان کال کې د ښځو او نجونو د ځان وژنو شمېر ٤٥ ته ورسېد.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر مرستيال سيداحمد محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل،د يادې نجلۍ مړى د انجيل ولسوالۍ په سر اسياب سيمه کې د وښو په کوټه (کاهدانه) کې، چې زندۍ شوې وه، د پوليسو له خوا موندل شوى دى.
هغه وويل، دغه ١٨ کلنه نجلۍ تېر کال کوژده شوې او ټاکل شوې وه راتلونکى کال يې واده ترسره شي.
محمدي زياته کړه، د نجلۍ کورنۍ پوليسو ته ويلي، چې لور يې تېره شپه ځان وژنه کړې، خو پوليس د دې پېښې پلټنه کوي، چې ايا دې په خپله ځان وژنه کړې او که د بل چا له خوا په زور وژل شوې ده.
تېره اونۍ هم د هرات په ګلران ولسوالۍ کې يوې ٢٥ کلنې ښځې، د موږکو ضد درملو په خوړلو ځان وژنه کړې وه.
پوليس وايي، چې د دې ښځې وژنه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته شوې او په تړاو يې د هغې مېړه نيولى دى.
د لوېديځ زون د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون مشر عبدالقادر رحيمي، د ښځو او نجونو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالى وغانده او ويې ويل، په انجيل ولسوالۍ کې د دې نجلۍ په وژل کېدو، په ياد کمېسيون کې د روان کال له لومړيو راهيسې د ځان وژنو شمېر ٤٥ ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه، چې سږ کال يې د ځان سوځولو هم ٥٠ پېښې ثبت کړې، چې ٢٧ يې د مرګ لامل شوې دي.
رحيمي په روان کال کې ٢٤ هغه پېښې هم يادې کړې، چې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې او زياته يې کړه، چې تېر کال دغه شمېره ٢٢ تنو ته رسېده.
د لوېديځ زون د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون مشر وويل، د تاوتريخوالي نورې پېښې له کورونو څخه د تېښتې، د زور ودونو، بدل، د هغوى له ټکولو او وهلو او د نفقې نه ورکړه جوړوي.
د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون په نوي راپور کې ويل شوي، چې تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څلور زره پېښې ثبت شوې، چې د هغو له ډلې ٧٠ يې د ناموسي وژنو، ٣٨ د جنسي تېريو، لسګونه د ځان وژنې او پاتې نورې په تاوتريخوالي پورې تړلې پېښې دي.
دغه کمېسيون وايي،چې تېرکال په ياد کمېسيون کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا درې زره پېښې ثبت شوې دي.
کمېسيون د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د پېښو ډېرى عاملين تښتېدلي او دولت يې بايد په نيول کې هڅه وکړي او قانوني سزا دې ورکړي.