Language

په غزني کې چاودنې دوه تنه وژلي او ١٣ نور ټپيان دي

غزني ښار (پژواک ٧ سلواغه ٩١): چارواکي وايي، چې په غزني ښار کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او د درېيو ترافيک پوليسو په ګډون ١٣ تنه نور ټپيان دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د سلواغې په ٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د غزني ښار په کلاه سبز سيمه کې يوه تن پر بايسکل اېښودل شوو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې په خپله بريدکوونکى او يو يو پوليس وژل شوي، درې ترافيک پوليس او ١٠ ملکي وګړي ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې په ټپيانو کې يو ماشوم هم شامل دى، چې د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوى دى.

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت هم پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د پېښې له سيمې ١٣ ټپيان او دوه مړي ور وړل شوي دي.

د ده په خبره، د ماشوم په ګډون د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت ډېر خراب دى.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics