هرات (پژواک، ٧ سلواغه ٩١): (( د موټرچلولو پر مهال مو په سیمه کې بېلابېل خنډونه شته، خو په دغه لارکې به مبارزه کوم؛ ترڅو د مدني قوانینو په اساس په ټولنه کې د ښځو د موټرچلولو دود پرمختګ وکړي.))
دا د۱۹ کلنې تلوسې خبرې دي، چې نن د (سلواغې په ٧ مه) يې په هرات کې د موټرچلولو د لارښود ۱۲ ورځني کورس څخه له څه باندې سل نورو مېرمنو او پېغلو سره یو ځای بری لیک واخیست .
تلوسه، چې د هرات ښار استوګنه ده، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د يوې مېرمن لپاره د موټر زده کول او چلول دومره اړینه دي،لکه د کور نورې چارې چې ښځې زده کوي.
هغې د موټر زده کولو اړتيا داسې په ګوته کړه ، په دا وروستیو کې یې د کورنۍ یوه مېرمن ناروغه وه، ميړه يې په کرايي موټر کې روغتون ته يوړه، د لارې په اوږدو کې پر موټرچلونکي د رواني شوک حمله راغله، هېڅوک نه و، چې موټر وچلوي او ناروغ روغتون ته بوځي. بیا يې کوم بل دوست ته په ټېلېفون احوال ورکړ او له دوه ساعته ځنډه وروسته يې مرستې ته راغی.
نوموړې زياتوي:«ځکه ماهم هغه وخت د موټر د زده کړې پرېکړه وکړه او په دغه روزنیز کورس کې مې ګډون وکړ او په فارغېدو زياته خوشحاله يم .»
تلوسې وويل ، مخکې به ځينو موټر سايکل سورو ځوانانو په ښار کې ورته مزاحمت کاوه.
نوموړې زياتوي،چې هغې مخکې لايسنس نه درلود او ترافيکو ته يې شکايت نشواى کولاى، خو اوس يې چې لايسنس اخيستى زړه وره به موټر وچلوي،څو په ټولنه کې د ښځو موټر چلولو دود پرمختګ وکړي او نارينه هم پوه شي، چې په موټر چلولو کې د ښځو او نارينه وو توپير نشته.
د امینه په نامه دهرات ښار یوې بلې پېغلې او دکورس فارغې وویل، چې پلار یې په رسمي دنده بوخت وي او دا د کور د سودا اخيستو لپاره موټرچلولو ته اړه ده، خو داچې تېرمهال یې اجازه لیک نه درلود، نو په ډاډه زړه يې په بازار کې موټر نه شوای چلولی، خو تر دې وروسته به په ډاډه زړه موټر چلوي.
د موټرچلولو د قوانینو د زده کړې دغه ۱۲ ورځنى کورس، دهرات د اطلاعاتو او کولتور ریاست په نوښت د ځوانانو د امریت له خوا جوړ شوی و او ټولټال ۲۰۰ ځوانانو ته په کې زده کړې ورکړل شوې.
د هرات دځوانانو د امریت مشرې میرمن مهناز پیروزي وايي، چې له دغې ډلې څخه ۱۱۲ تنه یې پیغلې یا میرمنې او پاتې نور يې نارينه ځوانان وو.
هغې زیاته کړه، چې د روزنې دغه بهیر به یې دوام ولري او له دغه کار څخه يې یوه موخه ځوانانو ته د سالم کار زمینه برابرول دي.
نوموړې وايي، چې یو شمېر کورنۍ د ترافیکو مدیریت ته د ازموینې لپاره د نجونو له لېږلو سره حساسې دي، نو له دغه امله یې د ترافیکو ریاست په موافقه د اطلاعاتو اوکولتور د ریاست تالار کې د روزنې دغه زمینه برابره کړه،چې د ترافیکو ښوونکي همدلته راشي او هره ورځ دوه ساعته د قوانینو درس ورکړي.
د هرات د ترافیکو مدیر سمونوال امین الله میهن یار وايي، چې د روزنې په پروسه کې يې دغه ډول اسانتيا هم راوستې ده او دغه ډول پروګرامونه به ددوى کار لاچټک کړي.
میهن یار پژواک ته وويل: (( اوس په هرات کې د ښځو د موټرچلولو دود د وخت په تېرېدو سره د زياتوالي په حال کې ده او تر اوسه مو زر تنو مېرمنو او پېغلو ته د موټرچلولو لایسنس ورکړى دى.))
د هرات د ترافیکو دمدیر په وينا ،دغه شمېر اسناد د څلور کلونو په موده کې وېشل شوي ، چې نیمایي برخه یې سږ کال مېرمنو اخیستې او لایې هم ګڼ شمېر مېرمنو د اخيستو غوښتنلیکونه ورکړي دي.
همدارنګه دهرات د ترافیکو عمومي مدیریت دلایسنس د څانګې مدیر سمونوال همایون وايي، چې د ټول ولایت په کچه یې لس زره لایسنسونه خلکو ته ويشلي او یا هم نوي کړي دي، چې له دغې شمېرې څخه یې د زر جلده په شمېر کې ښځينه وو پورې اړه لري.
دغه مامور څرګنده کړه، چې د دوی د پلټنو پر اساس په هرات کې ښځینه د نارینه وو په پرتله د موټرچلولو پر مهال ډير حساسه او په ښه ډول قوانین مراعات کوي.