اسعد اباد ( پژواک ٧ سلواغه ٩١ ) : په کونړ ولايت کې د ناپېژاندو وسلوالو لخوا دوه قومي مشران تښتول شوي دي.
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري د سلواغې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن رامنځته شوه.
هغه زياته کړه ، چې د چپې درې ولسوالۍ دوه تنه قومي مشر حاجي علي رحمن او حاجي مير احمد خان د ولايت مرکز ته روان و، چې په لاره د ماڼوګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلوالو لخوا وتښتول شول.
نوموړى وايي، چې وسلوالو دغه قومي مشران له دولت سره د همکارۍ په تور تښتولي دي.
نذيري وويل ، چې سيمې ته يې قومي مشران ددې کسانو د خوشې کولو په موخه استولي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ديادونې ده، چې له دې مخکې هم په کونړ کې د قومي مشرانو او دولتي کارکوونکو دتښتولو او وژلو پېښې زياتې رامنځته شوې دي.