Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ساحلي فوټبال کې افغانستان سعودي ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک ۸ سلواغه ٩١): د ساحلي فوټبال نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې افغانستان سعودي عربستان ته په ماتې ورکولو سره یوولسم مقام خپل کړ.

د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د سلواغې په ۸ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه پرون تر ماښام وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې لوبه کې افغانستان درې ګولونه ووهل، خودسعودي عربستان لوبډلې ونه شو کړای چې ګول ووهي.

د رحماني په وينا، په ګروپي سیالیو کې افغانستان قطر ته ماتې ورکړې وه، خو له عمان او اسټرالیا څخه یې ماتې خوړلې وه.

نوموړي وویل چې د نهم مقام لپاره دافغانستان او بحرین ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د بحرین په بریا پای ته ورسیده.

رحماني وویل چې دیوولسم مقام لپاره افغانستان سعودي ته ماتې ورکړه او دا مقام یې خپل کړ.

د رحماني د معلوماتو له مخې، د قطر د ساحلي فوټبال په سياليو کې د افغانستان په ګډون له اسيا څخه ١٦ لوبډلې ګډون لري.

د اولمپيک وياند وايي، چې له دغو سياليو څخه درې غوره لوبډلې به د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته لاره پيدا کړي، چې ټاکل شوې په فرانسه کې ترسره شي

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.