Language

کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩١): د بلخ والي او د ملي جبهې دوو غړو په شمال کې د ګمرکي عوايدو د وېشلو راپورونه افواهات وبلل.

په مزارشريف كې د بلخ والي عطامحمد نور، چې د ملي جبهې غړي عبدالرشيد دوستم او محمدمحقق هم ورسره وو، نن په يوه ګډه خبري ناسته کې د يو شمېر حکومتي ادارو څرګندونې رد کړې.

ځينو رسنيو يوه اونۍ وړاندې د لويې څارنوالۍ او له فساد سره د مبارزې دولتي ادارې په حواله خبر ورکړى و ، چې د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم، محمدمحقق او د بلخ والي عطامحمد نور په  ٨١ـ۸۲ ـ ۸۳ لمريز کلونو کې ګمرکي عوايد په خپلو منځونو کې وېشلي او همدارنګه يې دولتي ځمکې غصب کړې دي.

د بلخ والي عطامحمد نور، دغه ډول افواهات ماشومانه وبلل.

ده وويل، په ١٣٨١لمريز کال کې په هېواد کې دولت د نوي تشکيل په حالت کې و او دوى هغه کسان وو، چې د “فاتحينو او غازيانو په توګه” شمال ته راغلل او دلته يې د دولت په تشکيل پيل وکړ.

نوموړي زياته کړه، په هغه وخت کې د شمال عوايد دومره و، چې يواځې د دوى د قطعاتو د اعاشې او اباطې لپاره يې بسنه کوله.

دى وايي: ((همدغه قطعات وو چې هېواد يې له طالبانو وساته او د همدوى په مرسته يې د نوي دولت تشکيل جوړ کړ.))

د بلخ والي د هېواد په اوسنيو سياسي حالاتو کې، د دغو درې واړو شخصيتونو په اړه د ځينو حکومتي ادارو تورونه د فساد پر ضد مبارزه نه، بلکې يوه سياسي انګيزه وبلله.

دغه راز د جنبش ګوند مشر او د ملي جبهې غړي عبدالرشيد دوستم هم د حکومت يادې څرګندونې رد کړې.

ده زياته کړه: ((دوى هېڅ نه دي کړي، که څه يې کړي، نو د افغانستان د خلکو لپاره يې کړي دي.))

همدارنګه د حزب وحدت ګوند مشر او د ملي جبهې غړي محقق محقق هم د حکومت څرګندونې افواهات وبلل.

ده ادعا وکړه، حکومت د ملي جبهې له سياسي فعاليتونو څخه په وېره کې دى، نو هڅه کوي د دغسې تورونو له لارې په ولس کې د دوى موقف راټيټ کړي.

د محقق په وينا: ((ولس دوى پېژني، په هر وخت کې يې ورسره مرسته کړې او تر اخره به ورسره ولاړ وي.))