جلال اباد (پژواک ٨ سلواغه ٩١): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو د پوډرو او هيرويينو څلور فابريکې له منځه وړې دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ناوخته په اچين ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو عمليات کړي، چې په پايله کې يې د پوډرو څلور فابريکې کشف او ويجاړې کړې دي.
د هغه په وينا، په عملياتو کې افغان ګډو ځواکونو او عامو وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى او يوه اندازه نشه يي توکي يې هم نيولي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي کوچي پژواک اژانس ته وويل، چې د افغان ځواکونو په دغو عملياتو کې د هيرويينو څلور فابريکې له منځه وړل شوي او يوتن يې په تړاو نيول شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې عملياتو تر پنځو ساعتونو پورې دوام وکړ، خو کومه نښته په کې نه ده رامنځ ته شوې.
بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې يې پر ګډو ځواکونو بريد کړى او مرګ ژوبله يې ور اړولې، خو امنيتي چارواکي دا ادعا ردوي.