کندوز (پژواک ٨ سلواغه ٩١): د کندوز ولايت چارواکو د يوه انسان تښتونکي په ګډون د ٩ ناقانونه وسلوالو د نيولو خبر ورکړ.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پرون مازيګر يوې خبري ناستې ته وويل، چې نيول شوي کسان پر وژنې، غلاوو، انسان تښتونې او د ښځو په ګواښلو تورن دي او د وروستۍ اونۍ د عملياتو په جريان کې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، په نيول شوو کې هغه کس هم شامل دى، چې د تخار په خوجه غار ولسوالۍ کې يې يو ١٥ کلن هلک تښتولى و، چې د عملياتو په ترڅ کې نيول شوى او ياد هلک يې هم له بنده خلاص شوى دى.
تښتول شوي هلک عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه د غوجه غار هزار باغ سيمې ته روان وم، چې يوه سړي راته موټر ودراوه او زه په کې سپور شوم؛ خو دغه کس وسلوال و، زما خوله يې را وتړله او کندوز ته يې راوستلم.))
عبدالبصير زياته کړه، نه پوهېږي چې خپله کورنۍ څنګه پيدا کړي.
خو د کندوز ولايت مطبوعاتي مسوول وويل، چې د ياد هلک له کورنۍ سره په اړيکه کې شوي او ډېر ژره به يې ور وسپاري.
حسيني زياته کړه، چې په تورنو کسانوکې دوه طالبان او يو بل تن چې ښځې يې په وسلې سره ګواښلې وې، شامل دي.
سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل، چې له هغوى څخه تحقيقات دوام لري او يو شمېر وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP