Language

کابل (پژواک٩سلواغه٩١): له ايران څخه د افغانستان  لوېديځ  هرات او نيمروز ولايتونو ته د واردېدونکې برېښنا په کچه کې ٦٤ ميګاواټه ډېروالى راځي.

په دې اړه  نن په کابل کې د افغانستان د اوبو او برېښنا د وزير محمد اسماعيل  او د ايران د انرژۍ وزير مجيد نامجو ترمنځ لاسليک شو.

اسماعيل خان  وويل، چې اوسمهال په يو ساعت کې له ايران څخه هرات ته  ٩٠ ميګاواټه او نيمروز ته ١٠   ميګاواټه برېښنا وارديږي.

خو ده وويل ، چې د نوي تړون له مخې به د هرات په  برېښنا کې ٥٠ ميګاواټه او د نيمروز په برېښنا کې ١٤ ميګاواټه ډېروالى راشي.

دى وايي،چې  تر ٢٠٠ ميليون کيلو واټه پورې ،  د هر کيلو واټ په بدل کې د پخواني تړون په څېر د ايران دولت ته درې سنټه ( شاوخوا يوه نيمه افغانۍ) ورکول کېږي، خو که د برېښنا د لګښت کچه تر دې لوړه شي ، نو بيا به د اضافي برېښنا بيه يو سنټ لوړه وي.

اسماعيل خان وويل، چې دغه تړون تر  ١٣٩٤ کال پورې دى او وروسته له هغه به يې په اړه  له سره کتنه وشي.

د اوبو او برېښنا د وزير په خبره، افغانستان له تاجکستان څخه يو کيلوواټ برېښنا په درې سنټه ،له ترکمنستان څخه په دوه سنټه  او له ازبکستان څخه  په ٧ سنټه پيري.

 د ده په وينا،  دغه وزارت هڅه کوي له هغو هېوادونو ډېره برېښنا واخلي، چې بيه يې ارزانه ده.

هغه همداراز وويل ، چې له ايراني چارواکيو سره يې فراه ولايت ته د برېښنا د ورکولو پر سر هم خبرې وکړې او ټاکل شوې ، چې د دواړو هېوادونو تخنيکي ډلې د پروژې د سروې او ډيزان لپاره دې ولايت لاړې شي.

 اسماعيل خان وايي، د ايران د انرژۍ وزير ورسره منلې، چې دې ولايت ته هم له ٥٠ تر ١٠٠ ميګاواټه برېښنا ورکړي.

هرات ، نيمروز او فراه ولايتونه له ايران سره پر پوله پراته دي .

اسماعيل خان په دې اړه ،  چې ولې د برېښنا د اړتيا پوره کولو لپاره  په هېواد کې د برېښنا د توليد  ستر  بندونه نه جوړيږي ، وويل چې له يوې خوا نړيواله ټولنه ددې پروژو تمويل ته نه حاضرېږي او له بلې خوا ددې پروژو جوړېدل ډېرو کلونو ته اړتيا لري.

هغه د بېلګې په ډول د کونړ پر سيند د برېښنا بند ياد کړ، چې د ١٢٠٠ ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري، خو جوړول يې ٣ ميليارد  امريکايي ډالرو او تر ١٥ کلونو ډېر وخت ته اړتيا لري.

خو اسماعيل خان نيوکه وکړه، چې په هېواد کې بنسټيزو چارو ته پاملرنه ، نه کېږي.

ده زياته کړه:”په خواشينۍ سره بايد ټول دا  واقعيت   ووايو ، چې په افغانستان کې له سړک پرته ، نورې بنسټيزې چارې لکه د بندونو او فابريکو جوړول،  چې په لويه پيمانه د کار زمينه برابره کړي، پيل نه شوې .”

خو ده وويل ، چې  دې وزارت  په ټول افغانستان کې  د برېښنا ٧ واړه بندونه جوړ کړي دي.

د اوبو او برېښنا وزير هغه ګنګوسې بېځايه وبللې، چې په افغانستان کې د برېښنا بندونو د جوړولو پروړاندې د ګاونډيو هېوادونو ګواښونه  شتون لري او ګاونډيان نه غواړي ، چې په افغانستان کې لوى بندونه جوړ شي.

خو د ايران د انرژۍ وزير مجيد نامجو  وويل ، چې د اوبو بندونه بايد د ګاونډيو هېوادونو سره په مشوره  جوړ شي،  تر څو  د همغږۍ،  دوه اړخيزه ګټو او په سيمه کې د اقتصادي چارو د پراختيا سبب شي.

ده د نورو جزيياتو له ورکولو پرته  وويل، چې ايران  په دې اړه يوه طرحه جوړه کړې او د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير ته يې سپارلې ده.

نامجو زياته کړه:”موږ په هرځاى کې چې وغواړو بند جوړ کړو او يا کوم کار ترسره کړو  که له افغاني دوستانو سره ګډه طرحه برابره کړو، کولى شو دا په يوه فرصت او د اشتغال په رامنځته کولو بدل کړو، په يوه همغږۍ او د امنيت په رامنځته کولو يې بدل کړو ، او پر پر مختللو کرنيزو چارو يې  بدل کړو، دا کارونه کېدونکي دي، د دواړو ملتونو دښمنان بايد  دا وخت  ونه  مومي، چې د اوبو په څېر له مهمو موضوعاتو، چې د  دواړو هېوادونو د رغونې سبب کېږي، د دواړو هېوادونو په ضرر ګټه واخلي.”

د ايران د انرژۍ وزير وويل، چې ايران د بيارغونې په برخه کې ډېره وړتيا لري، خو په افغانستان کې امنيتي ستونزې په دې هېواد کې د ايران لخوا رغنيزې چارې محدودوي.