جلال اباد ( پژواک ٩ سلواغه ٩١ ) : د ختيځو او شمال ختيځو اوو ولايتونو چارواکو د ملي دفاع وزارت مسوولينو سره خپلې امنيتي ستونزې شريکې کړې.
په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د سلواغې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا غونډه نن تر غرمې مخکې د لغمان په ګمبيري دښته کې د قول اردو په قوماندانۍ کې جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو سربېره د کاپيسا، پنجشېر او پروان ولايتونو واليانو ګډون کړى وو او د ملي دفاع وزارت له لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي او نورو چارواکو سره يې خپلې امنيتي ستونزې شريکې کړې.
د واليانو او لوى درستيز ترمنځ له څلورو ساعتونو خبرو اترو وروسته جنرال شېرمحمدکريمي خبريالانو ته د دې غونډې په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وويل ، چې واليانو ورته د خپلو اړوندو ولايتونو د امنيتي ستونزو په اړه معلومات ورکړل او ده ټولې ستونزې له ځانه سره ليکلي او د هواري لپاره به يې جدي اقدامات وکړي.
هغه زياته کړه،چې ډېرى واليانو شکايت کاوه، چې په سيمو کې تر عملياتو او د ملي اردو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته بېرته امنيت خرابيږي.
کريمي وايي : (( دا خبره د ما لپاره نوې وه، له دې مخکې له دې نه وم خبر.))
د نوموړي په وينا، له دې وروسته په داسې پلان کار کوي، چې د هغو سيمو امنيت په دوامداره توګه وساتل شي، چې پکې عمليات ترسره کېږي .
جنرال کريمي په دې غونډه کې د هوايي ځواک په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په راتلونکو درېيو کلونو کې به د هېواد هوايي ځواک بشپړ شي .
د نورستان والي تميم نورستاني تر يادې غونډې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په ولايت کې يې د بيارغونې هېڅ کارونه ، نه کېږي او له مرکزي دولت څخه يې په دې برخه کې د زياتې پاملرنې غوښته وکړه.
هغه ادعا وکړه، چې پاکستاني ځواکونه د طالبانو په جامو کې راځي دلته عمليات ترسره کوي او بيا بېرته تښتي.
د کونړ والي سيد فضل الله حيدي هم ددې ولايت په نا امنيو کې پاکستاني ځواکونه تورن کړل او ويې ويل ، چې هغوى په لوى لاس لاسوهنې کوي.