هرات ښار ( پژواک ٩ سلواغه ٩١ ) : د هرات د ولايتي شورا رياست لپاره ترسره شوې ټاکنې مساوي شوې، خو دواړه نوماندان د برياليتوب ادعا کوي.
د تېرې شنبې په ورځ ( سلواغې په ٩مه) د هرات ولايتي شورا، چې ١٩ غړي لري، د رياست لپاره ددوو نوماندانو ډاکټر عبدالظاهر فيض زاده او سيد وحيد قتالي ترمنځ ټاکنې په لاره واچول شوې.
تر دې ټاکنو وروسته د ټاکنو ولايتي کمېټې اعلان وکړ، چې دواړو کانديدانو د نهه، نهه رايو په اخيستو د رياست څوکۍ هېڅ يوه کانديد ونه ګټله.
ډاکټر عبدالظاهر فيض زاده د سلواغې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په تېرو دوو دورو کې رييس پاتې شوى او اوس يې هم رايې ډېرې وې، خو درغلي ورسره شوې ده.
هغه زياته کړه : (( دشنبې د ورځې په ټاکنو کې ما ډېرې رايې اخيستې دي، خو قصداً زما رايې کمې کړاى شوې دي.))
نوموړى وايي، چې دى قانوني رييس دى.
خو د فيض زاده سيال سيد وحيد قتالي هم د رياست او د ټاکنو د ګټلو ادعا لري.
قتالي پژواک اژانس ته وويل، چې دى يو مستقل شخص دى ، هېچا پورې تړاو نه لري او په تېرو ټاکنو کې يې ١١ رايې ګټلې دي.
ده زياته کړه ، چې که څه هم تېرې ټاکنې سري وې، خو دى علني ټاکنو ته هم تيار دى او خلکو ته به وښيي، چې د ولايتي شورا ١١ غړي دده په حق کې لاسونه پورته کوي.
دى وايي : (( زه غواړم چې د ولايتي شورا درياست له لارې د خپل ولس او ټولنې خدمت وکړم.))
له تېرو ورځو راهيسې د ولايتي شورا دفتر هم بند دى او وکيلان نه دي توانيدلي، چې د خپلو موکلينو ستونزې هوارې کړي.
د ولايتي شورا پخوانى مرستيال او اوسنى غړى حاجي تورمحمد ظريفي وايي، چې نه يواځې دا ټاکنې مساوي پاتې شوې، بلکې ځينې قانوني سرغړونې هم پکې ښکارېدې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د اصولو له مخې بايد د رايې پاڼې، چې ددوه تنو عکسونه پکې لګېدلي دي، د (هوکې) نه وروسته، په راسته ډول قت شي،ولې برخلاف ځينو کسانو په چپه ډول اړولې وې، څو وښيي چې فلاني تن ته يې له ژمنې سره سم رايه ورکړه ده.
ظريفي دغه کار يوه ښکاره سرغړونه وبلله او زياته يې کړه ، چې داسې شواهد هم شته ، چې له بهر څخه ځينې ځواکمنې او مهمې څېرې په شورا کې نفوذ لري په ټاکنو کې يې دلاسوهنې هڅه کوله.
نوموړى وايي، چې د شورا دوه نور غړي بايد د رياست لپاره ځانونه کانديد کړي ، څو دا ناندرۍ پاى ته ورسېږي.
د ولايتي شورا غړې مېرمن سکينه حسيني، هم په اعتراضي ډول خبريالانو ته وويل ، چې د يوه تن له خوا تهديد شوې، چې د هغه د خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
هغې که څه هم د تهديد کوونکي نوم په ډاګه نه کړ ، خو زياته يې کړه ، چې دا ډول فرمايشونه او ګواښونه خپلو پنځو زرو موکلينو ته سپکاوى ګڼي.
په دې ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دانسجام رييس سيد احمد خاموش په تېرو ټاکنو کې هر ډول درغلي ردوي .
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د ولايتي شورا د ټاکنو د قوانينو پر اساس، هرمهال چې دوه تنه يو برابر رايې وګټي، نو مساوي کېږي او ددويم ځل لپاره ټاکنې ترسره کېږي.
د نوموړي په وينا، که چېرې په دويم پړاو کې هم ټاکنې مساوي شوې، نو هغه کانديد ګټونکى اعلانيږي، چې د زده کړې قانوني اسناد يې معتبره وي.