کابل ( پژواک ٩ سلواغه ۹۱ ) : دافغانستان کرکټ د ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی محمد نبي د بنګله ديش کرکټ ليګ سيالیو کې ښه وځلېد او خپلې لوبډلې ته يې بريا ورپه برخه کړه.
د بنګله د کرکټ ليګ سيالۍ نږدې دوه اونۍ مخکې د اوو لوبډلو په ګډون سره پيل شوې دي چې پکې د کوربه لوبغاړو ترڅنګ د يو شمېر نورو هېوادونو تکړه لوبغاړي په بېلابېلو لوبډلو کې د پيسو په بدل کې اخيستل شوي دي.
دا لومړي ځل دی چې دافغانستان د کرکټ درې لوبغاړي هم په دا ډول سياليو کې برخه اخلي.
محمد نبي د بنګله دېش پريمير ليګ د سيلهي رايل په نامه د يوې لوبډلې لخوا اخيستل شويدی، په دې لوبډله کې د بنګله دېش د ملي لوبډلې کپتان مشفق الرحيم، د ويسټ انډيز ټينو بيسټ، انډريو رسل او ډاين سمت ، د ايرلينډ پياوړی لوبغاړی سټرلنګ هم شامل دي.
نن ددې سياليو په لړ کې د نبي لوبډلې سيلهيټ رايل خپله پنځمه لوبه له چيټګانګ کنګز لوبډلې سره ترسره کړه او د نبي د ښې لوبې له امله يې پنځمه بريا خپله کړه.
کنګز لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ١٧٣ منډو هدف کېښود.
محمد نبي ښه توپ اچوونه (بالنګ) هم وکړ، که څه هم کوم لوبغاړى يې ونه سوځولو خو په څلورو اورونو کې يې يواځې ٢٤ منډې جوړې کړې.
د ياد هدف په تعاقب کې يو يو وخت په کمو منډو د سيلهيټ لوبډلې درې پياوړي لوبغاړي سوځيدلي وو، خو محمد نبي په مهم وخت کې د دوو شپږيزو او څلورو څلوريزو په وهلو سره ٤٣ منډې جوړې کړې.
هغه تېزو منډو جوړولو سره ياد هدف اسانه کړ او پاتې لوبغاړو وکولى شول چې په اسانه هدف ترلاسه او لوبه وګټي، نبي ددې لوبې غوره لوبغاړ ى اعلان شو.
د محمد نبي ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي شاه پور ځدران او سميع الله شينواري د خولنا په لوبډله کې لوبيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP