Language

د ايساف په بمبار کې درې وسلوال ووژل شول

اسعداباد (پژواک١٠سلواغه٩١): د کونړ چارواکي وايي، د دې ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د ايساف په هوايي بريد کې درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.

په کونړ کې د دويمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن هارون يوسفزي د سلواغلې په ١٠مه،  پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه نن د وټه پور په ديوز سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په وژل شويو وسلوالو کې د ملاحبيب په نوم د طالبانو يو قوماندان له خپل زوى او يو بل ملګري سره وژل شوى دى.

د يادې پېښې په اړه تراوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.