Language

د تښتول شويو دوو قومي مشرانو مړي وموندل شول

 اسعد اباد ( پژواک ١٠سلواغه ٩١ ) : د کونړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د دوو تښتول شويو قومي مشرانو مړي ، نن د دې ولايت په  ماڼوګۍ ولسوالۍ کې وموندل شول.

دا څرګندونې د ماڼوګي ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي حيا ګل نن پژواک خبري اژانس ته وکړې .

د هغه د معلوماتو له مخې ، د چپې درې د سيدور د کلي اوسېدونکى حاجي علي رحمن او د مشوړې د کلي اوسېدونکى حاجي مير احمد، درې ورځې مخکې  د ولايت  مرکز اسعد اباد ته روان و، چې  د ماڼوګۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ناپېژانده وسلوالو وتښتول.

دى وايي، چې د يادو کسانو مړي نن له غرمې وروسته د ماڼوګۍ ولسوالۍ د وډيګرام د درګو په يوه غرنيزه سيمه کې موندل شوي دي .

حياګل وايي: (( د معلوماتو ترمخه ، له وژل شويو قومي مشرانو څخه سترګې وېستل شوي ، په چړو وهل شوي او په ډزو هم ويشتل شوي دي.))

د دې کسانو د وژنې  مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

Related Topics