Language

د مشرانو جرګې  يو غړى له وسلوال بريده روغ ووت

جلال اباد ( پژواک ١٠ سلواغه ٩١ ) : په مشرانو جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى لطف الله بابا له يوه وسلوال بريد څخه روغ ووت .

لطف الله بابا د سلواغې په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار له جلال اباد څخه د کابل پر لوري روان و، چې د سروبي برېښنا پروژې ته څېرمه وسلوالو دده پر موټر ډزې وکړې.

هغه زياته کړه ،چې څو مرمۍ دده پر موټر هم لګېدلې دي، خو دى ترې روغ وتلى او يواځې موټر يې زيانمن شوى دى.

د نوموړي په وينا، دده ساتونکو له وسلوالو سره لس دقيقې جنګ هم کړى، خو وروسته د ملي پوليسو او ملي اردو ځواکونو له راتګ سره وسلوال وتښتېدل .

د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين په دې پېښې ناخبري وښوده.

پرون هم د سروبي په تنګي کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پر استازې فرشته انوري وسلوال بريد شوى و، هغه ترې روغ وتلې وه، خو يو ساتونکى يې ټپي شوى و.

ددې بريدونو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ديوه بل خبر له مخې، نن غرمه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښته شوې ده.

د بټي کوټ ولسوال ميرزا محمد نصرت پژواک اژانس ته وويل، چې ددې نښتې پر مهال يو طالب قوماندان په ټپي حالت کې له يو ميل راکټ سره نيول شوى دى.

وسلوالو په دې اړه څه نه دي نيولي.

Related Topics