Language

جلال اباد (پژواک ١٠ سلواغه ٩١): د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ خلکو د اعتراض په ډول د يو ځوان مړى د ولايت مقام مخې ته راووړ او له حکومته يې د هغه قاتلانو ته د سزا غوښتنه کوله.

دغه کسان چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده، وايي چې دغه ځوان نن د يادې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې “زورواکانو” په ډزو وژلى او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

هغوى دعوه کوي، چې دې زورواکانو په ياده سيمه کې پردۍ ځمکه نيولې او والي هم ورڅخه ملاتړ کوي.

د ولايت مقام مخې ته له راغلو کسانو څخه د مسعود په نوم يو تن د ولايت د دفتر په مخکې خبريالانو ته وويل، زيانمنو کورنيو غوښتل چې له خپل حق څخه دفاع وکړي، خو زورواکانو پرې ډزې وکړې او ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

يادو کسانو د دې زورواکانو د پېژندګلوۍ په اړه نور معلومات ورنه کړل او له دولت څخه يې غوښتنه کوله، چې د دې پېښې عاملين ونيسي او سزا ورکړي.

د ننګرهار ولايت اداري رييس قريب الرحمن هجرت يادو کسانو ته وويل، چې د ياد شوي ځوان له وژونکو څخه والي ملاتړ نه کوي او دا ډول تورونه بنسټ نه لري.

دى د نننۍ پېښې په اړه وايي، چې دا د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر  راولاړه شوې ستونزه ده، چې د يوې غاړې له خوا ډزې شوي او په پايله کې يې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

قريب الرحمن هجرت زياته کړه، چې پوليسو د  پېښې په تړاو درې تنه نيولي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د ده په وينا، نيول شوي کسان د دولت کارکوونکي نه دي.