کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩١): د ميدان وردګو ولايت يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې د بهرنيو ځانګړو ځواکونو د ځورونې له لاسه تر پزې راغلي او ګواښ کوي، چې که دولت يې جدي غم ونه خوري، نو په سلګونو کورنۍ به کډې کولو ته اړې شي.
خو امريکايي ځواکونه دغه ادعاوې ردوي.
د روان کال له مني راهيسې د دغه ولايت په نرخ، جلريز، ميدان ښار، چک او سيداباد ولسواليو کې دغو بهرنيو ځواکونو په لسګونو عام وګړي وهلي، ډبولي، بنديان، وژلي او ټپيان کړي يې دي.
د دغو ولسواليو خلک د ميدان وردګو والي او نورو چارواکو ته ورغلي او په دې اړه يې ځينې شواهد او نښې هم چارواکو ته ورښودلې دي.
دوه ورځې مخکې (د سلواغې په ٨ مه) سهار مهال بهرنيو ځواکونو د ميدان ښار اړوند د ابراهيم خېلو په سيمه کې له يوه جومات سره ناست شاوخوا ١٥ عام وګړي دومره وهلي، چې څلور تنه يې د سختو ټپونو له امله تر اوسه د ميدان ښار په روغتون کې بستر دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک خبري اژانس ته وويل، يو ناڅاپه يوه ډله بهرني ځواکونه د جومات خوا ته راغلل بې له کومې پوښتنې يې له جومات سره په ناستو شاوخوا ٢٠ تنو د وارونو پيل وکړ او دومره يې ووهل، چې له ځايه نه شواى پورته کېداى.
ده وويل، چې يو شمېر ژوبل شوي کسان د سيمې نورو اوسېدونکو د ميدان ښار روغتون ته ولېږدول.
هغه زياته کړه: ((د دې ولايت د مسوولينو په ګډون دولت مو هېڅ غږ نه اوري، حيران يو، چې په دې يخ ژمي کې څه وکړو.))
د ميدان ښار روغتون يو ډاکټر هم دا تاييدوي، چې له وهل شوو څلور تنه يې دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
د نرخ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد سردار پژواک اژانس ته وويل، چې هره ورځ يا يوه ورځ وروسته بهرني ځواکونه ورځي، په لارو، کوڅو او بازارونو کې په لسګونه کسان په يخه واوره کې راټولوي، بې له کوم لامله يې وهي، بد او رد ورته وايي او ځينې کسان خو په دې ولسوالۍ کې خپل مرکز ته بيايي او هلته يې دومره وهي، چې د خبرو کولو نه وي.
نوموړي ادعا وکړه، چې له ولسوالۍ سره په مېشت مرکز کې يې داسې افغانان ساتلي، چې دغه بنديان بيا پر هغوى څو ډوله شکنجه کوي.
د هغه په وينا، څو ورځې مخکې يې هم د دې ولسوالۍ په عمرخېلو سيمه کې د يوه تونس موټر چلوونکى وژلى، پلار يې سخت وهلى، د کورنۍ څو څاروي يې ورته وژلي او د کور څو خونو ته يې اور اچولى دى.
يو بل تن قدرت الله هم د بهرنيو ځانګړو ځواکونو له کړنو تر پزې راغلى او وايي، د دوى له لاسه يې نور له کلي، کور او ولايت څخه زړه تور شوى، هره ورځ دغه ځواکونه د ميدان ښار په بېلابېلو سيمو کې عام خلک په بېلابېلو پلمو نيسي، وهي يې او ځوروي يې.
هغه زياته کړه، چې د هغې بلې جمعې په ورځ دغو ځواکونو د ميدان ښار په ده افغانانو سيمو کې په لسګونو دوکانداران، موټر چلوونکي او لارويان په يخه واوره کې تر ماښامه بې له دې، چې کومه ګناه يې معلومه وي، درولي وو او ځينې کسان يې وهلي وو.
ده ادعا وکړه، چې له دغو بهرنيو ځواکونو سره داسې خپلسري کسان هم ملګري دي، چې د ملي اردو جامې يې پر ځان دي، عام خلک په بې رحمانه توګه وهي، خو دغه کسان د ملي اردو واقعي سرتېري نه ورته برېښي.
قدرت الله وايي، چې د ولايت والي، ولايتي شورا، امينه قوماندان، د ملي اردو مسوولين، د ولسي او مشرانو جرګې غړي ټول د دوى پر ستونزه خبر دي، خو تر اوسه د چا پر دغو بهرنيو ځواکونو زور نه دى رسېدلى.
ده له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چې نور دې د دغه هېواد د اتباعو په توګه د دغو بهرنيو ځواکونو له ځورولو او هر ورځ تحقير څخه وژغوري.
د ميدان ښار يوه اوسېدونکي، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د دغو بهرنيو ځواکونو له بند څخه خلاص شوى، د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل: ((په دې ژمي کې بهرنيو ځواکونو لومړى لوڅ کړم، بيا يې راباندې يخې اوبه تويې کړې او وروسته ته يې راته پکه چالانه کړه، نور بيا بې هوښه شوى وم.))
دغه تن هم تاييد کړه، په دغه ولايت کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو په قرارګاوو کې يو شمېر افغانان له بهرنيو ځواکونو سره دي، چې تر بهرنيو دغه افغانان پر بنديانو زيات ظلم کوي.
هغه له دولت څخه په دې برخه کې د جدي څېړنې غوښتونکى شو او ويې ويل، چې دغو ناپېژانده افغانانو د دغه ولايت خلکو ته زيات شکونه پيدا کړي ، د دغو کسانو پر ځان که څه هم د ملي اردو جامې دي، خو فکر نه کوي، چې د ملي اردو اصلي سرتېري دې وي.
د چک او سيداباد ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي هم د بهرنيو ځانګړو ځواکونو له ورته ځورونو سر ټکوي او په دې برخه کې د مرکزي حکومت جدي پاملرنه غواړي.
څو ورځې مخکې دغو ځواکونو د سيداباد په تنګي دره کې شاوخوا ١٤عامو وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د يادونې ده، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د دغه ولايت زيات شمېر مخور د بهرنيو ځواکونو له ځورونو مشرانو جرګې ته په شکايت ورغلي و.
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار د دغه ولايت د خلکو ياده ستونزه د ملي امنيت په شورا کې ياده کړه، وروسته ولسمشر کرزي د ملي دفاع وزير په مشرۍ يو پلاوى وګوماره، چې ميدان وردګو ولايت ته لاړ شي او له نږدي په دې اړه څېړنې وکړي.
د مرغومي په ١٧مه د ملي دفاع وزير د ملي امنيت په شورا کې د خپلو څېړنو راپور وړاندې کړ، چې په دغه راپور کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په ميدان وردګو کې د عامو خلکو وژل، بندي کول، نيول او ځورول تاييد شوي و.
دغه راز په راپور کې دا هم تاييد شوې وه، چې دغو بهرنيو ځواکونو له ځان سره هغه ناپېژانده افغانان هم ساتلي، چې د ملي اردو يونيفورم يې پر ځان کړى او په دغو کسانو به يې عام افغانان ځورول، ملي دفاع وزارت له بهرنيو ځواکونو د دغو ناپېژانده افغانانو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه.
خو بهرنيو ځواکونو په ځواب کې ورته ويلي وو، چې ياد کسان ترې تښتېدلي دي، خو د سيمې خلک دا خبره ردوي او وايي، چې ياد افغانان اوس هم د دوى په قرارګاوو کې دي او د مخکې په څېر عام وګړي ځوروي.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د عامه اړيکو مسوول ډګروال تهوماس کولنز يادې ادعاوې ردوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، له تېرو څو اونيو راهيسې په دې اړه بېلابېل ډول ادعاوې شوي، خو په اصل کې په ميدان وردګو ولايت کې دا ډول هېڅ پېښې نه دي رامنځته شوي.
نوموړي زياته کړه، په يادو پېښو کې چې خلکو يې ادعا کړې ده، هېڅ يو ايتلافي سرتېرى په کې ښکېل نه دى.
خو د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد هم د خلکو شکايتونه مني او زياتوي، چې دوى ته هم خلکو په دې اړه شکايتونه کړي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې پرون هم لسګونه خلک ولايت ته راغلي وو او والي ته يې د ايساف د ځانګړو ځواکونو له ځورونو شکايت وکړ.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا پخوانى رييس او اوسنى غړى حضرت جانان هم وايي، چې د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خواخلک ځورول کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې اړه يې خپل شکايتونه، بشري حقوق، يوناما، ارګ او ملي شورا ته رسولي، خو ستونزه لا هماغسې پاتې ده.
د نوموړي په وينا، خلکو ګواښ کړى، چې که ستونزه يې ژر هواره نه شي، نو دوى به د کابل–کندهار او کابل –باميان لويې لارې وتړي او پر لاريونونو به لاس پورې کړي.