Language

غزني کې يوه ښځينه بريدګره نيول شوې

غزني ښار (پژواک ۱۰ سلواغه ۹۱): د غزني امنيتي چارواکي وايي، په اندړو ولسوالۍ کې يې يوه ښځينه بريدګره نيولې ده.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه ورځې وړاندې د غزني د ملي امنيت ځواکونو د اندړو د ميري په سيمه کې په يوه کور کې، هغه مهال يوه مېرمن ونيوله چې د نارينه وو کالي يې په تن و او غوښتل يې د ولسوالۍ په اړه د معلوماتو تر اخيستلو وروسته پر دې ولسوالۍ ځانمرګی بريدوکړي.

 ديسيوال زياته کړه: “دغه مېرمن د اندړو ولسوالۍ د خړ کلي اوسېدونکې ده او غوښتل يې چې ولسوالۍ ته په دې بهانه ننوځي، چې ګواکې نوموړې يوه عريضه راوړې، خو پوليسو ورته ويلي و، چې ولسوال نشته او بېرته تللې ده”.

ولسوال وايي، دغه مېرمن څه موده وړاندې پاکستان ته تللې وه، هلته د وسلوالو طالبانو له لوري روزل شوې او څلور مياشتې وړاندې خپلې سيمې ته راغلې ده.

نوموړي زياته کړه: “دغه مېرمن ډېره ښه کراټه بازه هم وه او د هر ډول وسلو کارول يې زده و.”

د اندړو ولسوال د معلوماتو له مخې، يادې شوې مېرمنې څلور ځله د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې په جنګونو کې هم برخه اخيستې او د دې ولسوالۍ د بري په سيمه کې به له وسلوالو طالبانو سره اوسېده.

ده زياته کړه، چې د دې مېرمنې خاوند په غوږونو څه نه اوري او سمې خبرې هم نه شي کولی.

د هغه په وينا: “دغې مېرمنې په خپلو خبرو کې ويلي، چې زه د دې لپاره ولسوالۍ ته راغلې وم چې وګورم ولسوال شته او که نه او د ولسوال د شتون په وخت کې درې ځانمرګي چې په وسلو سمبال دي، هم راتلل او له نښتې وروسته څلورو واړو ځان ته چاودنه ورکوله”.

 ولسوال وايي، له دې بريدګرې سره يوه بله مېرمن هم ملګرې وه، خو هغه تراوسه نه ده نيول شوې، خو د نيولو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د يو بل خبر له مخې، د غزني په يادې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانواو پوليسو په نښته کې يو وسلوال طالب وژل شوی او بل ټپي دى.

د اندړو ولسوال پژواک ته وويل، نن له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ د سورکي په سيمه کې د وسلوالو طالبانو اوپوليسو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې يو وسلوال طالب ووژل شو او يو بل ټپي دى.

 د ده په خبره، د وژل شوي وسلوال طالب جسد د نښتې په سيمه کې پاتې و.

د هغه په وينا، له وسلوالو طالبانو څخه يې يو موټرسايکل او يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيولي، چې نښته نن ماښام ناوخته پاى ته ورسېده.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.