Language

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې، د سلواغې په ۱۰مه، په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ټاکنو ادارې (فيفا) د حکومت لخوا پارلمان ته د ټاکنو د قانون د وړاندې شوې طرحې په اړه مشورتي غونډه جوړه کړې وه.

په دغه غونډه کې د يو شمېر سياسي ګوندونو استازو، د مدنې ټولنې غړو، د بلخ د ولايتي شورا غړو او يو شمېر ځوانانو برخه اخيستې وه.

په افغانستان کې د فيفا د پروګرامونو مسوول محمد نعيم اصغري، د يادې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د حکومت لخوا پارلمان ته د ټاکنو وړاندې شوې طرحه د مثبتو خواوو تر څنګ ډېرې نيمګړتياوې لري.

نوموړى وايي، چې په دغه طرحه کې ډېر داسې څه وړاندې شوي، چې په ټاکنيزو چارو کې د حکومت لاسوهنه لا پسې زياتوي.

هغه د بېلګې په توګه د ټاکنو د شکايتو د کمېسيون پر ځای د سترې محکمې لخوا د ټاکنو د محکمې جوړېدل، په ټاکنيزو چارو کې د حکومت د لاسوهنې په نامه ياد کړ .

همداراز د ټاکنو په وړاندې شوې طرحه کې د کانديدانو د صلاحيت د څېړنې کمېسيون نشتوالی، چې له غير قانوني وسلوالو ډلو سره يې تړاو د همدې کمېسيون له لارې څېړل کېږي او د ټاکنو د تعليق او تعويق کمېسيون نشتوالی د يادې طرحې له سترو نيمګړتياوو څخه وګڼلې.

اصغري د حکومت لخوا پارلمان ته د ټاکنو د قانون د وړاندې شوې طرحې د نيمګړتياوو د څرګندولو په ترڅ کې د کانديدانو لپاره تر دولسم ټولګي پورې د زده کړو شرط ناسم وباله او وړانديز يې وکړ ، چې بايد د دولت د تقنيني برخې د ارزښت له مخې د زده کړو کچه لا پسې لوړه شي.

د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک اژانس ته وويل، چې ولس د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښمن دی.

نوموړي د دې تر څنګ، چې د ټاکنو په اړه يې د فيفا اندېښنې پر ځای وبللې، زياته کړه، چې د ټاکنو کمېسون بايد د حکومت نوکر نه وي، خپلواک پاتې شي.

 د هغه په وينا، د ټاکنو کمېسيون لا هم د ټاکنو د کارتونو په اړه د عام ولس اندېښنو ته سم ځواب نه دی ورکړی.

ډاکټر حديد وويل، چې د ټاکنو کمېسيون د پخوانيو کارتونو د کارونې د اعتبار تر څنګ د نويو کارتونو او په ځينو لومړۍ درجه ولايتونو کې د الکترونيکي تذکرو د وېشلو خبر ورکړی، چې دا به هم د رايې  ورکولو اعتبار ولري.

 نوموړي زياته کړه، چې په دې توګه به په راتلونکو ټاکنو کې درغليو ته زمينه برابره شي، يو کس به هم تذکره وکاروي او هم د ټاکنو کارت.

 خو د فيفا استازي اصغري وويل، که چېرې د ټاکنو کمېسيون، په ټاکنيزو محلونو کې بې پرې سيمه ييز کارکوونکي په دندو وګوماري او د ښه رنګ نه کار واخلي؛ نو د پخوانيو کارتونو د کارولو تر څنګ د نويو کارتونو او الکترونيکي تذکرو وېش او کارول به کومه ځانګړې ستونزه نه وي.

نوموړي زياته کړه، چې هغه مهال رڼې ټاکنې ترسره کېدای شي، چې د ټاکنو کمېسيون په خپلو چارو کې په پوره توګه خپلواک وي او که چېرې کوم وخت يې چارې تر شک لاندې راځي، نو    تر څنګ يې بايد د ټاکنو د شکاياتو کمېسيون وي، چې د ټاکنو د کمېسيون کار وڅاري  .

د هغه په وينا ، اوس  هم د دې ټولو ستونزو د حل او د رڼو ټاکنو د کېدو لپاره کافي وخت شته .

د فيفا غړي وويل، که چېرې په راتلونکي کال کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سم کار وکړای شي؛ نو دغه ټولې ستونزې حل کېدای شي.

نوموړي زياته کړه، چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي، بايد هڅه وشي، چې د دې ټاکنو لپاره له ښه نه ښه قانون تصويب شي.