غزني ښار (پژواک ۱۰ سلواغه ۹۱): د ګل غوټۍ کورنۍ وايي، چې دې پېغلې ناوې هغه مهال تېزاب وڅښل، چې خاوند يې نږدې درې ورځې وړاندې په غزني ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ووژل شو.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت د سلواغې په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل، وړمه شپه ناوخته روغتون ته يوه پېغله، چې نږدې شل کلنه وه، د بېهوښۍ په حالت کې ور وړل شوه.
نوموړي زياته کړه، چې دا پېغله ګل غوټۍ نوميږي او درې مياشتې وړاندې يې د ميدان وردګو د جغتو ولسوالۍ د حسن خېلو ولسوالۍ له اوسېدونکي جمعه خان سره په خپله خوښه واده کړى و.
دى وايي: ((ګل غوټۍ د خپل خاوند د ابدي بېلتون له امله تېزاب څښلي وو، غوښتل يې ځانوژنه وکړي، خو دا چې په وخت سره روغتون ته راوړل شوه، اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.))
د همت په خبره، د ګل غوټۍ معده يې ورته ومينځله، اوس مهال کومه ستونزه نه لري او نه به هم په راتلونکي کې ورته څه ستونزه پيدا شي.
د دې پېغلې ورور محمدعظيم، چې اوس مهال له خپلې خور سره د غزني په روغتون کې دى، پژواک اژانس ته وويل: ((کله چې مې د خور خاوند په غزني کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو او موږ د هغه د جنازې مراسمو ته ولاړو، نو خور يې په هماغه شپه تېزاب وڅښل.))
د هغه په وينا، چې خور يې د موټر له بېترۍ تېزاب را وېستلي او بيا يې څښلي دي.
ده زياته کړه، چې د تېزاب څښلو په وخت کې يې خپل کوچنى لېور هم خونې ته ورسره بيولى و.
نوموړي وويل: ((خور مې په خپله خوښه له هغه سره واده کړى و، د دوى دواړو ترمنځ له حده زياته مينه وه او له همدې امله مې خور د هغه بېلتون ونه شو زغملى.))
د ګل غوټۍ مور، چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې پژواک اژانس ته وويل، چې لور يې د خپل خاوند په کور کې ډېره خوشاله وه.
هغې زياته کړه: ((دې خپله دغه ځوان خوښ کړى و او وروسته مو په بدل کې ورکړه، چې اوس يې ډېر ښه ژوند درلود.))
د يادونې ده، چې د غزني ښار د کلاه سبز په سيمه کې دوه ورځې وړاندې ځانمرګى بريد وشو، چې د ګل غوټۍ د خاوند په ګډون د هغه مور او يو پوليس ووژل شول او ۱۲ ملکي وګړي په کې ټپيان شول.