ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند: نړيوال بايد له لاسوهنې پرته افغانستان سره مرستې وکړي

author avatar
29 Jan 2013 - 17:16
author avatar
29 Jan 2013 - 17:16

نوی ډيلي  (پژواک  ١٠ سلواغه ٩١): د هند د ولسمشر مرستيال وايي،  چې که  په افغانستان کې د لاسوهنې پرځای مرسته وشي،  نو دا به د ټولو په ګټه وي .

دغه څرګندونې د هند مرستيال  ولسمشر محمد حميد انصاري د سلواغې په ١٠مه، په نوي ډيلي کې د افغاني رسنيو له  ۱۴ کسيزه  پلاوي سره په کتنه کې وکړې .

هغه زياته کړه ، هر بهرنى دعوه کوي، چې له افغانستان سره مرسته کوي ، خو دوی د مرستې په نوم مداخله کوي .

د نوموړي په وينا، که نړيوال په هغه څه، چې وايي له افغانستان سره مرسته کوي ، عمل وکړي او له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، نو افغانستان جوړاېدی شي او که په دې عمل وشي، نو ټول خوښ او ستونزه به حل وي.

انصاري وويل ، چې هند په دې باور دی ، چې چاته لارښوونه ( ډيکټى) نه کوي ، په هغه برخه کې چې له هند څخه د مرستې غوښتنه کېږي، دوی غواړي مرسته وکړي.

 له افغانستان سره د لوږې د کمولو او د ښوونې د پراختيا په برخه کې د هند د مرستو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې انصاري  وويل ، چې امنيتی موانعو په دې برخه کې د هند د مرستو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي که دا حل شي د هغه څه چې افغانان يې  هيله لري  دوی يې مرستو ته تيار دي.

د هند د ولسمشر مرستيال افغانستان ته د ټاکنو په برخه کې د تخنيکي مرستو وړانديز وکړ ، دی وايي ، هند د ټاکنو په برخه کې ښه  تجربه لري، چې په هند کې د ۷۰۰ ميليونونو رايه ورکونکو لپاره زمينه برابروي او دوی په دې کې ښه تخنيکي مرسته کولی شي.

د افغانستان او هند د اړيکو په اړه انصاري وويل ، چې لومړی د افغانستان او هند د خلکو اړيکې جوړې شوې او بيا وروسته د حکومتونو اړيکې جوړې شوې له همدې امله خو هر مهال  د هند او افغانستان اړيکې ښې او غښتلې دي.

 د هغه په وينا، په هر وخت کې له افغانستان سره د هند مرستې د افغانستان د خلکو لپاره دي ،  دماشومانو له روغتون  څخه نيولې تر  صنعتي پروژو او تر صنعتي پارکونو پورې، د هند د پاملرنې محراق خلک دي.

نوموړي زياته کړه : (( موږ پوهيږو چې د افغانستان خلکو ډېرې ستونزې ګاللې دې او موږ غواړو چې مرسته يې وکړو.))

ده چمتوالى  وښوده ، چې حکومت يې حاضر دی د طب او انجنيرۍ په برخه کې افغاني محصلينو  ته په هند کې د زده کړو زمينه برابره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.