Language

په بادغيس کې د يوه قومي مشر په ګډون څلور تنه ووژل شول

هرات (پژواک ١٠ سلواغه ٩١): په بادغيس کې ناپېژانده وسلوالو د سولې له پروسې سره د يوه يو ځاى شوي طالب په ګډون څلور تنه ووژل. 

 د بادغيس د والي وياند سيد شرف الدين مجيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى دغه طالب ملا داود نومېده، چې نن د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ په اندړ کلي کې ووژل شو.

 هغه زياته کړه، چې ملا داود يو کال وړاندې له وسلوالو طالبانو څخه جلا او د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى و، چې اوسمهال د سيمې يو مخور ګڼل کېده.

 مجيدي زياته کړه، چې درې نور ملکي وګړي هم په دغه وسلوال بريد کې وژل شوي دي.

 هغه وويل، چې بريد کوونکي تښتېدلي او د پېښې د څېړنې لپاره يې سيمې ته پلاوى لېږلى دى.

 خو د مقر ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبدالله پژواک اژانس ته وويل، چې ملا داود د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ياد مخور له دولت سره اړيکه نه درلوده او له وژل شوو درېيو تنو سره يوځاى، چې د اندړو قوم اړوند وو، په عادي توګه ژوند کاوه.

 حاجي عبدالله پر دولت هم نيوکه وکړه او ويې ويل، چې دولت له سولې سره د يو ځاى شوو کسانو د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلى او بايد د هغوى امنيت وساتي.

د روان کال په لومړيو کې د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو يو ډلمشر ملا تورخان هم د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو، خو امنيتي چارواکو بيا د دې پېښې مسووليت پر طالبانو واچاو.

د ويلو ده، د سولې عالي شورا په ١٣٨٩ کال کې د ٧٠ تنو په ګډون له جهادي مشرانو، سپين ږيرو او قومي مخورو جوړه شوه، چې تر اوسه د افغانستان په کچه ٥٩٠٠ د دولت وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي، خو د هغوۍ له ډلې ځيني يې د ناپېژانده وسلوالو له خوا وژل شوي دي.