جلال اباد (پژواک ١١ سلواغه ٩١): د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ د پوهنې د مديريت يو مامور نن سهار د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د بـټي کوټ ولسوالۍ د عمبرخانې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د نازيانو ولسوالۍ د پوهنې مديريت د نظارت امريت سرپرست مفتي پاينده محمد په ياده سيمه کې له خپل کور څخه د دندې په لور روان و، چې د ناپېژانده وسلوالو له لوري پرې ډزې وشوې او ځاى پر ځاى ووژل شو.
د شينواري په وينا، مفتي پاينده محمد له تېرو دوو اوونيو راهيسې پر دې دندې ګومارل شوی و او له چا سره يې کومه ستونزه نه درلوده.
د بـټي کوټ ولسوال ميرزا محمد نصرت هم د مفتي پاينده محمد وژنه تاييد کړه او ويې ويل، چې پوليس په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت په ځينو ولسواليو او په ځانګړې توګه په بټي کوټ ولسوالۍ کې امنيت خراب شوى دى.
تر دې مخکې هم په بټي کوټ، چپرهار، سره رود او ځينو نورو ولسواليو کې دولتي مامورين وژل شوي دي.