هرات (پژواک ١١ سلواغه ٩١): ((تېر کال همدغه مهال مې د مياشتې لږ تر لږه د ځمکو د راکړې ورکړې کاروبار کې سل زره افغانۍ ګټه لرله؛ خو سږ کال بازار په ټپه ولاړ دی؛ د دوکان کرايې ته حيران يم.))
دا د ۵۵ کلن حاجي عبدالغني خبرې دي، چې د هرات ښار په اوومه ناحيه کې د معاملاتو د لارښود دفتر لري.
نوموړى وايي، چې له اتو کلونو راهيسې په دې سيمه کې د ځمکو کارو بار کوي، اووه زره افغانۍ د دوکان کرايه ورکوي، څلور زامن يې په دفتر کې کار کوي، خو په روانه ټوله مياشت کې يې هېڅ ډول معامله نه ده ترسره کړې او د دفتر ټول لګښت له جېبه کوي.
دغه د املاکو د معاملاتو لارښود د بازار ټکنى والى په ۲۰۱۴ زېږديز کال پورې تړلی وباله او پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((هېڅ سړی معامله نه کوي او وايي، چې د بهرنيانو په وتلو سره به نورې هم ځمکې او جايدادونه ارزانه شی.))
محمدطارق، چې د هرات ښار د منارونو واټ ترڅنګ د امام فخر رازي په نوم د معاملو د لارښونې دفتر لري، هم وايي، چې په درېيو کتابچو کې ورسره تر څلور سوه زيات جايدادونه ثبت دي، خو څوک يې پوښتنه نه کوي.
دغه ځوان زياته کړه، چې د ځمکو بيه ډېره رالوېدلې ده، د بېلګې په توګه، د مجاهدينو له ښارګوټی څخه همدا اوس يو تن راغی، خپل دوه پوړيز درې بسوه يي کور يې په يو نيم ميليون افغانۍ راسره ثبت کړ؛ په داسې حال کې، چې همدغه کور يو کال وړاندې د ده په دفتر کې په دوه ميليون او شپږ سوه زره افغانۍ معامله شوى و.
طارق وويل، چې همدغه کور اوس په يو ميليون او درې سوه زره افغانۍ پېرونکي لري؛ چې په دغه ډول د جايدادونو بيه د تېرکال په پرتله ۵۰ سلنه رالوېدلی ده.
د هرات ښار د مرکزي برخې په ۲۴ حمل نومي ځای کې د رووفي د معاملو دفتر مشر حاجي محمدالدين هم له ورته ستونزې او د بازار له نشتوالي سر ټکوي او وايي، چې د ارزانۍ ټول لامل يې د ۲۰۱۴ کال اوازې او د بهرنيانو وتل دي.
حاجی محمدالدين وايي: ((له ماسره سلګونه کورونه ثبت دي، ځمکې خلکو د تېر کال خلاف په څلوېښت سلنه ټيټه بيه راسره ثبت کړې، د کورونو ګروي ته کم خلک زړه ښه کوي او کرايې هم ټيټې شوې دي.
د مثال په توګه؛ تېر کال په همدې سيمه کې د يو دوه اتاقه اپارتمان کرايه شل زره افغانۍ وه، خو دا اونۍ ما همداسې يو کور په ديارلس زره افغانۍ په کرايه ورکړ.))
ده د پېر او پلور معاملې هم په همدغسې حالت کې وښودې او د وينې بانک سيمې ته په اشاره يې وويل، چې تېر کال دلته يو متر مربع ځمکه تر شپږ زره امريکايي ډالرو چا نه پرېښوده، خو سږ کال د دې خلاف، په ښه موقعيت کې، دغه اندازه ځمکه درې نيم زره ډالره بيه لري او پېرونکي هم نه لري.
نوموړي وويل، چې تېر کال ده په سلګونه د کرايي او ګروي معاملو سربېره ۲۷ د املاکو د خرڅولو معاملې وکړې، چې د هرې يوې معاملې قيمت يې تر پنځه سوه زره ډالرو کم نه و، حتی تر يو ميليون ډالرو د ځينو قيمت يې هم لاره، خو روان ټول کال کې يې د ځمکو يا کور د خرڅېدو معامله نه ده کړې او په کارو بار يې بدې اغېزې پرېوتې دي.
د محمد الدين په وينا، پيسې له خلکو سره شته، خو د ۲۰۱۴ کال اوازو خلک په په دوو کې بند کړي، چه نه څه اخلي او نه يې هم په ارزانه خرڅولو ته زړه ښه کوي.
د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه چې په ٢٠٠١ زېږديز کال کې افغانستان ته راغلي، د ۲۰۱۴ کال تر پايه به له افغانستانه ووځي.
ځينې شنونکي وايي، چې د هېواد حالات د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره خرابيږي، خو ځيني نور او حکومت وايي، چې افغانستان به له هغه وروسته نور هم پياوړى شي.
د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ يو استاد او کارپوه ميربارز حسيني، چې پخوا د همدغه پوهنتون رييس هم و، د املاکو د ارزانۍ د لاملونو په اړه وايي، چې په خلکو کې رواني ستونزې پيدا شوې دي، له همدې امله د املاکو د پلور او پېر معاملې ته زړه نه ښه کوي.
د ده په خبره، په افغانستان کې نړيوال ځواکونه په بازار کې د توکو عمده پېرونکي او مصرفوونکي وو، له همدې امله له خلکو سره پيسې ډېرې او پر ځمکو يې بندولې.
خو دغه اقتصاد پوه وايي، چې د جايدادونو د ارزانۍ عمده لامل دا دى، چې د بهرنيانو له وتلو سره خلک دلته د پانګونې مصوونيت نه ويني، نو هر څوک هڅه کوي چې پيسې يې نغدې وي.
حسيني د دې خبرې په کولو سره، چې پانګه والو خپله وروستۍ پرېکړه تر ۲۰۱۴ کال پورې ساتلې، وويل: ((هو! د املاکو ارزاني مستقياً په ۲۰۱۴ کال پورې تړاو لري.))
د يادونې ده، چې د جايدادونو د ارزانۍ موضوع يوازې په هرات پورې نه محدوديږي، بلکې د پلازمېنې کابل په شمول په بېلابېلو ولايتونو کې ورته حالت رامنځته شوى، چې لامل يې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو ځواکونو وتل په ګوته شوى دى.
له همدې امله، درې مياشتې وړاندې په کابل کې د ځمکو او کورونو بيه نږدې شل سلنه راټېټه شوې وه.