جلال اباد (پژواک ١١ سلواغه ٩١): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې دوه تنه وژل شوي او نهه نور يې ژوندي له ځان سره وړي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بېګا د شپې دوولس بجې ايساف ځواکونو د خوګياڼو په کيلغو کلي کې عمليات کړي او نهه تنه شکمن يې نيولي دي.
هغه زياته کړه، په دغو علمياتو کې دوه تنه ټپيان شوي هم وو، خو وروسته يې ساه ورکړه.
مشرقيوال وايي، چې په عملياتو کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د ده په خبره، چې عمليات د شپې تر څلور نيمې بجې وغځېدل او يو شمېر وسلې هم د ګدو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
دى وايي، چې د وژل شوو مخالفينو مړي په سيمه کې پاتې شوي دي.
د خوګياڼو ولسوالۍ د کيلغو يوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې په کلي کې بهرنيو ځواکونو عمليات کړي او دوه تنه يې ووژل.
هغه که څه هم د وژل شوو او نيول شوو کسانو له مخالفينو سره د تړاو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې د همدغه کلي اوسېدونکي وو.
د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي، چې ګډو ځواکونو په خوګياڼو کې نهه وسلوال مخالفين نيولي دي.
ايساف هم ويلي، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه په خوګياڼو کې عمليات کړي، دوه وسلوال مخالفين يې وژلي او نهه نور يې ژوندي نيولي دي.
بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې تېره شپه ايساف ځواکونو د خوګياڼو په کيلغو کلي کې عمليات کړي، دوه عام وګړي يې وژلي او شپږ نور يې له ځان سره وړي دي.
دى وايي، چې وژل شوي او وړل شوي کسان له دوى سره هېڅ اړيکه نه لري.