جلال اباد (پژواک ١١ سلواغه ٩١): د ننګرهار د برېښنا چارواکي وايي، چې د نغلو له ١٢ ميګاواټه برېښنا څخه يې ٤ ميګاواټه برېښنا په جلال اباد کې توزيع او نن يې کار بشپړ شو.
دغه څرګندونې د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمان مومند د سلواغې په ١١مه جلال اباد ښار ته د نغلو د برېښنا د ١٥ ترانسفرمرونو د پرانيستې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د هغه په وينا، د ننګرهار د برېښنا رياست په جلال اباد ښار کې ١٧،٥ کيلومتره د برېښنا نوې شبکه غزولې او کار يې بشپړ شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ته تجهيزات د ١١ کيلو مترو راکړل شوي، خو موږ ترې استفاده د ١٧،٥ کيلو مترو کړې ده.))
دى زياتوي، چې د ښار په ١٨،٥ کيلومتره ساحه کې د (کې سي) شرکت د برېښنا د وېش پروژه بشپړ کړې ده.
د رييس په خبره، په ښار کې د برېښنا د توزيع په ياده پروژه څلور ميليونه ډالر مصرف راغلى چې د جلال اباد ښار شاوخوا ٣٠٠٠ کورونه يې روښانه کړي دي.
ده وويل: ((د برېښنا کار يو څه ستونزمن دى، خو موږ به تر خپله وسه چټک کار کوو تر څو نور ښاريان هم له برېښنا نه برخمن شي.))
مومند وايي، چې اوسنۍ نوې د برېښنا شبکې په هغو ځايونو کې جوړې شوي چې په کومو ساحو کې مخکې د برېښنا شبکې نه وې موجودې او په دويم پړاو کې به په هغو ځايونو کې نوې شبکه فعالوي، په کومو ځايو کې چې نيمګړې شبکې موجودې وي.
د ده په خبره: ((يو څه مشکلات شته ځکه دا ډېر سخت کار دى او موږ ته که په وخت وسايل راورسيږي نو موږ به خپل کار ډېر ژر تمام کړو.))
بل خوا د افغانستان د برېښنا عملياتي مرستيال شکيب نثار پژواک خبري اژانس ته په ننګرهار کې د برېښنا د شبکې په غزلو کې ستونزې مني خو وايي چې هغه ستونزې يې اوس حل کړي دي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې د توزيع شبکه مخکې له مخکې نه ده جوړه کړې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ ځکه مخکې له مخکې شبکه فعاله نه کړه چې که د برېښنا جريان په کې نه وي نو خلک د شبکې سامانونه خرابوي او دا په ثبوت رسيدلې خبره ده))
دى وايي، که چېرې د توزيع شبکې د تخريب ويره نه واى نو دوى کولى شول چې مخکې د نغلو د برېښنا د راتګ څخه په جلال اباد ښار کې د برېښنا د توزيع نوې شبکه فعاله کړى وى.
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې ننګرهار ته د نغلو د برېښنا د لوى سب سيټشن پرانيسته وشوه، چې نن يې جلال اباد ښار ٣٠٠٠ کورونه رڼا کړي او لا هم د برېښنا د توزيع کارونه جريان لري.