Language

امريکا : په ٢٠١٤ کې به د ١٩٨٩ کال تېروتنې تکرار نه کړو

اسلام اباد ( پژواک، ١٢ سلواغه ٩١ ) : امريکا وايي ، چې په افغانستان او سيمه کې د سولې لپاره د پاکستان  غير مشروط بشپړ ملاتړ غواړي.

دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د امريکا سفير ريچرډ اولسن  تېره ورځ ناوخته د څيړنيزو مطالعاتو په مرکز کې  د افغانستان او پاکستان پر اړيکو او تر ٢٠١٤ کال وروسته د امنيت د لېږد په موضوع  د يوې وينا پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې : (( که چېرې موږ دافغانستان سولې او ثبات لپاره جدي يو، نو بايد د دې کار لپاره موږ ټول په ګډه کار وکړو.))

د امريکا سفير وايي ، چې د افغانستان امنيت د ټولې سيمې لپاره ګټور دى او پاکستان د سيمې لپاره ډېر مهم دى.

ريچرډ اولسن وويل، چې امريکا به د ١٩٨٩ زېږديز کال تېروتنې بيا نه تکراروي، چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته يې افغانستان او سيمه يواځې پرېښودې وه.

هغه ژمنه وکړه، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به امريکا له دې سيمې څخه  ځان نه جلا کوي.

د يادونې ده ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان څخه د ناټو او امريکا ټول جګړه ييز ځواک وځي او د ناټو د مشورې او روزنې نوى ماموريت پيلېږي.

د امريکا سفير يو ځل بيا په تکرار سره ټينګار وکړ، چې په ٢٠١٤ کال کې به د ٨٩ ١٩کال تيروتنه نه تکراروي.

نوموړي زياته کړه : (( زموږ تمرکز يواځې تر ٢٠١٤ کال پورې نه دى، موږ له دې وړاندې کلونو ته هم فکر کړى  او له دې سره به د سيمې اهميت نور هم زيات شي.))

د هغه په وينا، دافغانستان راتلونکى د امريکا لپاره دومره مهم  ده، څومره چې د پاکستان لپاره دى، امريکا له پاکستان سره هم اوږد مهاله اړيکې غواړي.

د امريکا سفير وويل ، چې امريکا او پاکستان بايد په ګډه دافغانستان دسولې پروسې لپاره کار وکړي، ځکه چې دافغانستان سوله د سيمې دثبات لپاره اړينه ده.

نوموړي زياته کړه، چې دافغانستان په مشرۍ دسولې د پروسې لپاره دپاکستان ملاتړ ته اړتيا ده.

د امريکا سفير په داسې حال کې دافغانستان په سوله او امنيت کې د پاکستان د بې قيده او شرطه ملاتړغوښتنه کړې،چې ټاکل شوې ده،د راتلونکې يکشنبې په ورځ په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا ترمنځ سرمشريزه غونډه جوړه شي.

ددې غونډې موخه دافغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پراختيا ، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د سولې پروسې پرمختګ دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.