اسعداباد (پژواک، ١٢ سلواغه ٩١): د کونړ چارواکي وايي، د دې ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ د ايساف په ډزو درې ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د کونړ د سولې ولايتي دفتر د دارالانشاء مشر نظام الدين ماليار پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده پېښه پرون (د سلواغې ١١مه) مازيګر مهال د خاص کونړ په ولۍ سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې يو شمېر کسان د نيالګيو په اېښودلو بوخت وو.
ده زياته کړه، په ياده سيمه کې د سولې د ملاتړ کرنيزې پروژې له لارې يو شمېر هغو کسانو ته چې د سولې له پروسې سره يوځاى کېږي، د کار زمينه برابرېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ټپي شوي درې تنه هم د همدې پروژې اړوند وو.
خو د کونړ والي وايي، ايساف د دوى له خوا د درې ځوانانو د ټپي کېدو له امله بښنه غوښتې او ټپيان يې ننګرهار ته د درملنې په موخه لېږدولي دي.
د ده په وينا، له يادې سيمې پر ايساف ډزې شوي، چې په مقابلو ډزو کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي وو.