Language

داسيايي پراختيا بانک سږکال په افغانستان کې ٣٠٠ ميليون ډالر لګوي

کابل (پژواک١٢سلواغه٩١): د اسيايي پراختيا بانک روان ميلادى کال په افغانستان کې د انرژۍ، ترانسپورټ او طبيعي سرچينو د پراختيا لپاره ٣٠٠ ميليون امريکايي  ډالر لګوي.

ددې بانک مشر جوجى توکيشي (Joji Tokeshi) چې په افغانستان کې يې د خپلو راتلونکو پروژو په اړه  نن په کابل کې خبريالانو ته معلومات ورکول، وويل دغه بانک په توکيو کنفرانس کې د خپلې کړې ژمنې له مخې،  د ٢٠١٦ کال تر وروستيو له افغانستان سره ١،٢ ميليارد امريکايي ډالره وړيا مرسته کوي.

دى وايي، چې ياد شوي ٣٠٠ ميليون ډالر هم د همدې مرستو يوه برخه ده .

توکيشي وويل ، چې تر ٢٠١٦ کال پورې ددې بانک مرستې به په افغانستان کې د سړکونو پر جوړولو، سوېلي ولايتونو ته د برېښنا د مزو پر غځولو او له طبيعي سرچينو د ګټې اخيستو پر برخو متمرکزې وي.

هغه زياته کړه ، چې دغه بانک به په هلمند کې د لښکرګاه =ګرشک ٣٣ کيلومتره سړک، په پکتيکا کې د انګور اډې – ښرنې٥٠ کيلومتره سړک،د کابل – جلال اباد ١٠٦ کيلومتره سړک،د باميانو له يکاولنګ څخه د سمنګانو تر درې صوف پورې ١٨٢ کيلومتره سړک، په بدخشان کې د  فيض اباد-اشکاشم ١١٢ کيلومتره سړک او په سالنګونو کې د ٧٥ کيلومتره سړک په رغولو کې مرسته وکړي.

ده وويل، چې په بلخ کې د مزار شريف –  اندخوى د رېل پټلۍ جوړول هم ددې بانک په راتلونکو پلانونو کې شامل دى.

د توکيشي په خبره ، د اسيايي پراختيا بانک په مالي مرسته د حيرتان- مزار شريف ترمنځ د رېل جوړې شوې پټلۍ، تېر کال د افغانستان سوداګرۍ ته د پام وړ پراختيا ورکړې ده.

دده په خبره ، دا چې افغانستان په وچه کې راګير هېواد دى ‎او نړيوال ترانزيټ ته اړتيا لري، نو د همدې موخې لپاره د اسيايي پراختيا بانک  له نړيوالو بندرونو سره د افغانستان په نښلولو کې مرسته کوي.

د هغه په وينا، افغانستان ته مهمه ده ، چې له ترانزيټي پلوه نړيوالو بندرونو ته لار ولري.

توکيشي وايي، دغه بانک هڅه کوي ، چې افغانستان د سيمې په  کچه له نورو هېوادونو سره د ترانزيټي لارو د جوړولو او د” ټاپي” په څېر د نورو ګډو اقتصادي پروژو د جوړولو له لارې د سيمې له هېوادونوسر ه ونښلوي.

ټاپي له  ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز نل ليکې د غځولو پروژه ده، چې تړون يې مخکې لاسليک شوى ، خو تر اوسه يې عملي چارې نه دي پيل.

د اسيايي پراختيا بانک مشر وايي، چې  دغه بانک به  له ترکمنستان څخه  د شبرغان، مزار شريف او پلخمري له لارې کابل ، لوګر او بيا سوېلي ولايتونو  ته د برېښنا د مزي په غځولو کې مرسته وکړي .

ده وويل ، چې دې پروژې ته د برېښنا د توزيع د فرعي ستيشنونو جوړول هم په پام کې نيول شوي دي.

د توکيشي د معلوماتوله مخې ، دغه بانک به په  باميانو او بدخشان ولايتونو کې د برېښنا د کوچنيو بندونو په جوړولو او  په جوزجان کې د اوبلن ګاز د څاه ګانو  په بيارغونه کې هم مرسته  وکړي .

توکيشي وويل ، چې د آسيايي پراختيا بانک خپلې ټولې مرستې د افغانستان د لومړيتوبونو له مخې، د دولتي بوديجې له لارې لګوي، خو وايي چې دا بانک د خپلو مرستو پر لګولو کلکه څارنه کوي.

د هغه په وينا، افغانستان څلورم هېواد دى، چې له دې بانک څخه په لويه پيمانه پورونه او بې بدله مرستې ترلاسه کوي.

د اسيايي پراختيا بانک چارواکي وايي ، چې دې بانک په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره څه باندې ٢،٣ ميليارد امريکايي ډالره مرسته کړې ده .

Related Topics