جلال اباد(پژواک ١٢ سلواغه،٩١) د نورستان يو شمېر اوسېدونکي په جلال اباد ښار کې ديوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې مرکزي دولت له دوى سره د مور او ميرې پر چلند تورن کړ.
دوى په مرکزي اداره او همدارنګه د نورستان په ولايتي اداره نيوکه کوي، چې په ياد ولايت کې يې نه د امنيت لپاره رغنده ګام پورته کړى او نه يې هم کومه پرمختيايي پروژه په لاره اچولې ده.
د نورستان د بېلا بېلو سيمو اوسېدونکي د سلواغې په ١٢مه، د جلال اباد ښار د قبايلو په رياست کې د احتجاج په توګه راټول شوي وو.
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الرحمن مذهبيار پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تر اوسه پورې په نورستان کې يوه لويه او قوي پروژه نه ده تر سره شوې ، چې خلکو ته يې ګټه ورسيږي .
هغه زياته کړه ، که چېرې له نورستان سره د مور اومېرې سلوک نه واى شوى ، نو اوس به دوى په ننګرهار کې غونډه نه کوله.
دى وايي : ((موږ اړ يو چې دلته غونډه وکړو هېڅ ميډيا هلته فعاليت ځکه نه کوي، چې هلته نه امنيت شته او نه هم اسانتياوې .))
د مذهبيار په وينا، د دوى په ولايت کې يوه ولسوالي هم له بلې سره د سړک په وسيله نه ده نښلول شوې او نه هم د ولايت چارواکو په دغه برخه کې کوم جدي اقدام کړى دى:
نوموړي زياته کړه ، چې ددې ولايت له امکاناتو او اسانتياوو څخه په نورو ولايتونو کې استفاده کېږي .
د مذهبيار په وينا ، چې د منډول ولسوالۍ ته ځکه دولتي چارواکي نه ځي، چې وايي هلته سړک نشته:
د نورستان د وانت وايګل ولسوال مولوي رحمت الله رحمت وايي ، چې دوه مياشتې کيږي ، چې د وايګل ولسوال شوى، خو د ولسوالۍ مخ يې هم نه دى ليدلى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د وايګل په ولسوالۍ کې هېڅ دولتي چارواکى نشته او نه هم مکتبونه فعاليت کوي.
ده زياته کړه: ((زه هسې په نوم ولسوال يم خو تر اوسه نه يم ورغلى، مرکزي دولت بيخي په دغه برخه کې ګام نه اخلي.))
د کامديش اوسېدونکى معلم اختر محمد وايي، چې په نورستان کې يواځې په نوم دولت شته مګر فعاليتونه يې د نشت په حساب دي.
د هغه په وينا، په نورستان کې سړک،کلينيک او نور هېڅ داسې څه نشته، چې د خلکو د هوساينې سبب دې وګرځي.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام الله نورستانى وايي، چې په اوس وخت کې يې يواځې د وايګل ولسوالۍ د دوى په واک کې نه ده او نورې ټولې ولسوالۍ د دوى په واک کې دي .
هغه زياته کړه : (( زه پرون هم مڼدول ولسوالۍ ته تلى وم او راغلم هېڅ مشکل نشته زموږ ځواکونه هلته فعاليت کوي.))