هرات (پژواک،١٢ سلواغه ٩١): په لوېديځ کې له اداري فساد سره د مبارزې ادارې،د هرات د مستوفیت او اوبو لګولو د ریاست دوه مامورين د بډو اخيستو په تور ونیول.
په هرات کې د دغې ادارې مشر محمد طاهرعنبري د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دهرات د مستوفیت ادارې د څیړنې د څانګې یو مامور یې پرون له یوه تن څخه د زر امریکایي ډالرو د بډو اخيستو پر مهال نيولى دى.
نوموړي زیاته کړه، چې ياد مامور له يوه تن څخه د هغه د قانوني کار ترسره کولو په موخه د دوه زرو امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه، چې زر ډالره نقد او پاتې نور یې تر کار بشپړېدو وروسته ورته وسپاري.
عنبري وويل، چې ياد تن د دوى اداره په جریان کې کړې وه او له یوې اوونۍ راهیسې يې مامورينو پر يادې موضوع کار پيل کړى و.
له اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي، چې په يوه بل اقدام کې د هرات د اوبو رسولو د ریاست د محاسبې مدير هم تېر مازیګر د بډو اخيستو په تور نیول شوى دى.
طاهر عنبري وايي، چې دغه مامور تورن دى، چې له یوه تن څخه یې کور ته د اوبو د نل لیکې د تېریدو په موخه پيسې ترلاسه کړې وې.
خو عنبري ونه ویل، چې څومره پیسې يې ترې اخیستې وې ، خو زياته يې کړه، چې نور جزئيات به تر پلټنې وروسته په ډاګه کړي.
سرچينه زياتوي ، چې دغه دوه مامورين د ملي امنیت او څارنوالۍ د استازو په شتون کې نيول شوي دي.
د هرات د ملي امنیت رياست يوې سرچينې هم د يادو مامورينو د نيولو خبر تاييد کړ، خو د وظیفوي اصولو پر بنسټ یې د نوم له خپرولو څخه ډ ډه وکړه.
د يادونې ده، چې تېره اوونۍ له فساد سره د ځانګړې ادارې مامورینو د هرات د استيناف څارنوالۍ د تحقيق او عمومي جزا د څانګې اړوند يو څارنوال او ساتونکی پولیس یې د بډو د اخيستو په تور هم نيولى وو، چې د مامورینو په وینا، اوس تر پلټنو لاندې دي.