هرات (پژواک، ١٢ سلواغه ٩١): د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د عملياتو پرمهال اووه وسلوال طالبان وژل شوي او ٧ نور يې نيولي دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي، نن (د سلواغه ١٢مه) په هرات کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل، چې د هرات په شينډنډ او رباط سنګي ولسواليو کې يې د نويد په نوم عمليات پيل کړي دي.
ده زياته کړه، له نيول شويو کسانو سره يې وسلې او سل کيلوګرامه چاودېدونکي توکي هم نيولي دي.
نجيبي وايي، په يادو عملياتو کې يې دوه سرتېري ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
خو وسلوال طالبان بيا وايي، چې په شينډنډ کې د يوه بريد په ترڅ کې د ګډو ځواکونو پنځه عسکر وژلي او دوه ټانکونه يې ويجاړ کړي دي.