Language

په تورخم کې لسګونه لارۍ بې محصوله ولاړې دي

جلال اباد(پژواک ١٢سلواغه،٩١)  يو شمير سوداګر شکايت کوي، چې په سرحدي بندر تورخم کې له تېرې يوې اونۍ راهيسې يې په لسګونه لارۍ ولاړې دي او د ګمرک مامورين يې نه محصولوي.

 دوى وايي ، که چېرې دولت ترانزيټ بند کړى وي، نو پکار وه ، چې مخکې له مخکې يې دوى
ته خبر ورکړى واى ، چې دوى افغانستان ته خپل مالونه نه واى راوړي.

د حاجي ګل نظر په نامه يوه ملي سوداګر د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له تېرو  شپږو ورځو راهيسې يې شاوخوا  پنځوس لارۍ په تورخم کې ولاړې دي او د ګمرک مامورينو ورته ويلي، چې ترانزيټ بند دى.

د هغه په وينا، که چېرې ترانزيټ بند وي، نو په پېښور کې وکيل تجار بايد دوى ته له مخکې څخه خبر ورکړى واى .

دى زياتوي، چې دوى په ناخبرۍ کې خپل مالونه راوړي ، چې اوس  يې نه افغانستان ته پريږدي او نه يې د پاکستان خواته پريږدي او ځينې مامورين ورته دا بهانه کوي ، چې د بيمې  پاڼه نه لري.

 خو دى وايي ، چې بيمه يواځې په پاکستاني لاريو ده نه په افغاني لاريو او سوداګرو هم ده .
د ګل نظر په خبره ، څو ورځې يې په کابل کې د سوداګرۍ وزارت او په سوداګرۍ خونې کې تېرې کړي ، خو هېڅ کوم مسوول ورسره خبرې نه دي کړي.

ده زياته کړه : ((هلته اطاق تجارت د بيمې رياست ته وليږلو هغه راته ويل ، چې موږ  له دې
موضوع  له سره خبر نه يو.))

 

نوموړى وايي که چېرې يې مالونه څو ورځې نور هم پاتې شي، نو ښايي ټول له منځه لاړ شي ، چې اوس يې هم ٤٠% تخريب شوى دى.

د حاجي محمد شاکر په نامه يوه بل سوداګر پژواک اژانس ته وويل، چې د سوداګرۍ خونې ترانزيټ بند کړى ، خو  دوى ته يې خبر نه دى ورکړى.

هغه پر دولت نيوکه کوي، چې که ترانزيټ يې بندولو نو لوموړى يې بايد خپله د پېښور څانګه په جريان کې اچولې واى.

نوموړي زياته کړه : ((موږ ته يې د ترانزيټ پاڼې هم راکړي که دوى يې نه محصولوي، نو موږ ته
يې پاڼې ولې راکړې دي؟))

د ده په خبره، چې په تورخم کې له سلو زياتې لارۍ بې سرنوشته ولاړې دي، چې ښايي په راتلونکو دوو درېيو ورځو کې ټول مالونه خراب شي.

دى په مرکزي دولت غږ کوي ، چې د دوى د ستونزې په حل کې دې له دوى سره مرسته وکړي تر څو مالونه يې خراب نه شي.

د هغه په وينا، د يو نيم ميليون ډالرو په ارزښت مالونه په تورخم کې ولاړ دي، دولت غواړي له دې لارې پر په پاکستان فشار وارد کړي خو فشار په خپله په افغاني تجارانو راځي نه په پاکستان.

په تورخم کې د  ګمرک مسوول نثار احمد پژواک خبري اژانس ته دا تائيدکړه، چې په تورخم کې يې له سلو زياتې لارۍ درولې دي.

هغه دلاريو ددرولو لامل د پاکستان په کراچۍ بندرکې د افغاني سوداګرو د لاريو درول په ګوته کړل، تر څو له دې لارې پر پاکستان فشار  وارد شي.

خو دى زياتوي ، که هر سوداګر وغواړي په داخل د افغانستان کې يې مالونه مصرف شي ، نو دوى کولى شي چې محصول يې کړي ، خو د بيمې اسناد به ورسره وي.

نثار احمد وايي ، چې پخوا د بيمې دا پاليسي مروجه نه وه، خو اوس بايد سوداګر بيمه ولري،ځکه له مرکز څخه دا امر شوى دى.

د هغه په وينا، يادې لارۍ دوى د اپټا د تړون په اساس درولي او دغه مالونه د پاکستان دي اود افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته انتقاليږي، نو پکار ده ، چې د بيمې اسناد ولري.