غزني ښار (پژواک ١٣ سلواغه ۹۱): د غزني ښار او ولسواليو يو شمېر اوسيدونکي په دغه ښار کې د شخصي روغتونونو او په ښار کې د ډاکټرانو له لوړ فيس شکايت کوي او درملو په لوړ نرخ له پلور څخه شکايت کوي.
دوى وايي، کوم ډاکټر چې ورته نسخه ورکړي، نو هغه درمل بيا د ده له خپل درملتون پرته بل ځاى نه پيدا کيږي او د هغوى په درملتونونو کې په دوه چنده پلورل کيږي.
د غزني ښار د شامير سيمې اوسيدونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې څو ځلې يې خپل ناروغان ډاکټر ته بېولي، خو کله چې ډاکټر ورته نسخه ورکړي، نو په ټول بازار کې نه پيدا کيږي او اړ دي، چي د ډاکټر له درملتونه يې په لوړه بيه واخلي.
نوموړي زياته کړه: ((په ښار کې مې يو شخصي ته روغتون څو ځلې ناروغان بوتلل، خو کله چې نسخه راکړي په ټول بازار کې نه پيدا کيږي او نه هم پرې څوک پوهيږي، دوى دا نسخې په رمز ليکي، چې يواځې د ده د روغتون د درملتون مسوول پرې پوهيږي.))
د هغه په وينا، خو کله چې هغه درمل د ده له درملتونه واخلي او په بازار کې يې بيا بيه کړي، نو ډېر زيات توپير لري.
د غزني د اندړو ولسوالۍ د چهار دېوال سيمې اوسيدونکى محمدخان، چې خپل ناروغ يې د غزني ښار ته د درملنې په موخه راوستى پژواک اژانس ته وويل: ((موږ غريب خلک يو، څه وکړو، اوس ډاکټر۲۰۰ افغانۍ فيس اخلي، مخکې ۱۵۰ افغانۍ و.))
د هغه په وينا، کوم درمل چې په غزني کې ډاکټران ناروغانو ته ورکوي هېڅ اغېز پرې هم نه لري، خو پيسې ډېرې اخلي.
نوموړى وايي: ((کتنځى يې خپل وي، درملتون يې خپل وي، لابراتوار يې خپل وي او چې ورشې، نو بايد هر ډول چې د ډاکټر خوښه وي، معاينات، درمل او هر څه بايد د هغوى په خوښه همالته ترسره کړې.))
خو بل خوا بيا په غزني کې د عامې روغتيا مسوولين وايي، چې تراوسه ورته چا داسې کومه ستونزه نه ده بيان کړي او که چېرته دغه ستونزه په ښار کې شته وي، نو دوى به يې په اړه جدي اقدام وکړي او له ډاکټرانو سره به قانوني چلند وکړي.
د غزني د عامي روغتيا رييسې ډاکټرې ضياګل اسفنده يي پژواک اژانس ته وويل: ((د يو معالج ډاکټر فيس ۸۰ افغانۍ دى، متخصص ډاکټر فيس ۱۲۰ افغانۍ او د پروفيسور ډاکټر فيس ۱۵۰ افغانۍ دى، چې موږ دغه لايحه په ټولو ډاکټرانو ويشلې ده.))
د هغې په وينا، که څه هم دغه ستونزه يې له خصوصي سکتورونوسره شريکه کړې او په اړه به يې جدي اقدام وشي.
نوموړي زياته کړه، له هر چا نه چې ډاکټر زياتې پيسې واخيستې او يا يې هم په نسخه څوک نه پوهيدل، عامې روغتيا رياست ته دې راشي او موږ به په هغه ورځ له هغه ډاکټر سره قانوني چلند وکړو.
د يادونې ده، چې په غزني کې له دې هاخوا هم د روغتيا په برخه کې ستونزې شته، چې د ولسواليو ډېرى خلک په خپلو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو له نشتوالي او يا هم د پرسونل له کمښت څخه شکايت کوي.