Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښرنه (پژواک ١٣ سلواغه ٩١): د پکتيکا يو شمېر اوسيدونکي شکايت کوي، چې د تېر کال په پرتله د جلغوزيو بيې دوه برابره رالوېدلې او د دوى د کال خوارۍ عبث شوې.

جلغوزي چې د پکتيکا ولايت د وچې مېوې له مهمو محصولاتو شمېرل کيږي، يو شمېر کاروباريان او پلورونکي يې د بيو د راټيټيدو له امله اندېښمن دي.

دوى وايي، چې دولت تر دې مهاله په دې اړه کوم جدي ګام نه دى اخيستى او پر وخت يې ورته بازار نه دى موندلى.

په ښرنه ښار کې د يادې مېوې يو پلورونکي محمدشاخان پژواک اژانس ته وويل: ((پخوا به مو يو کيلو جلغوزي په ۱۵۰۰ کلدارې خرڅول، خو اوس يې په ۵۰۰ روپۍ پلورو.))

نوموړي غوښتنه وکړه، چې دولت دې ورته په نړيواله کچه بازار پيدا کړي او يا دې هم ورته مناسبه بيه وټاکي.

د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ د سلطانو غرنۍ سيمې اوسېدونکي عبدالعليم پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د سيمې يواځېنى محصول همدا جلغوزي دي، چې خپل ژوند پرې پر مخ وړي.

د هغه په وينا، د دغې مېوې ډېره برخه پاکستان هېواد ته صادريږي او بيې هم د هغوى له لورې ټاکل کيږي.

نوموړى هم له مسوولينو غواړي، چې محصولاتو ته دې يې وړ بازار ومومي.

د جلغوزيو يو بل پلورنکي اصغر هم وويل، چې د تېر کال خواري يې په اوبولاهو شوه.

د ده په خبره، مخکې يې يو ورى (٣٠ منه) جلغوزي د درې سوه زرو روپيو په شاوخوا کې پلورل، خو اوس يې په سل زره هم څوک نه اخلي.

نوموړي زياته کړه، چې د پکتيکا د ګڼ شمېر غرنيو ولسواليو خلک يوازې همدا د جلغوزيو محصول ته ټول کال په تمه وي، چې په سمه بيه يې وپلوري او د کورنۍ اړتياوې له همدې لارې پوره کوي.

د پکتيکا د کرنې سرپرست رييس نذيرالله هم د يادو کاروباريانو خبرې پر ځاى بولي او وايي، چې پاکستاني سوداګرو سږ کال د کوم تړون له مخې دا کار کړى، چې افغان جلغوزي پلورونکي اړ کړي، څو په خپله لاهور ته جلغوزي ور وړي او په ټيټه به يې ترې واخلي.

دى زياتوي، چې پاکستاني سوداګر د جلغوزيو يادو پلورونکو ته له وړاندې پيسې ورکوي او د حاصلاتو پر وخت دغه مېوه خپل هېواد ته واردوي، چې وروسته يې بيا دوى په دوبۍ او نورو هېوادونو کې په درې برابره لوړه بيه پلوري.

د هغه په وينا، په دې برخه کې له خپل وزارت سره غږيدلي، څو د جلغوزيو په ګډون د پکتيکا مڼې هم نورو هېوادونو ته صادرې کړي.

خو دى وايي، چې کرنې وزارت سږ کال کوم هېواد سره د ورته حاصلاتو او ميوو دلېږد تړون نه و کړى او يواځې پکتيکا نه، بلکې د نورو ولايتونو حاصلات هم صادر نه شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.