کابل (پژواک ١٥ سلواغه٩١): سايمون ګس، د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا د لومړي وزير د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې اعلان کړى، چې ګس به د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي تر څنګ، د هيواد د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو رياست هم پر غاړه ولري.
ويل شوي، چې دغه پخواني ديپلوماټ له دې مخکې په افغانستان کې د ناټو د ملکي ستر استازي په توګه دنده تر سره کوله، چې اوس به د مارک سډويل ځاى ناستى شي.
مارک سډويل هم د بريتانيا بهرنيو چارو وزارت ته ور غوښتل شوى، څو په لندن کې يوه نوې دنده تر سره کړي.
سايمون ګس په ١٣٥٥ لمريز کال کې د بريتانيا په بهرنيو چارو وزارت کې دنده پېل کړې او تر اوسه يې په بېلابېلو څوکيو دندې اجراکړې دي.
هغه په افغانستان کې د خپل مخکني ماموريت له تر سره کولو وړاندې، په ايران او يونان کې د بريتانيا د سفير په توګه دنده تر سره کړې ده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا د لومړي وزير ځانګړى استازى په داسې حال کې ټاکل کيږي، چې ياد هيواد اوسمهال د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو د يوې درې اړخيزې ناستې کوربه دى.
د افغانستان د سولې پروسې چټکتيا، له بنسټ پالنې او تروريزم سره مبارزه، د افغانستان او پاکستان همکاري او د اړيکو پراخوالى او همدارنګه سيمه ييزه همکاري ددې درې ورځنۍ ناستې له مهمو موضوعاتو څخه بلل کيږي.