کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩١): د افغانستان، پاکستان او انګلستان ترمنځ درې اړخيزه دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه نن په لندن کې پيليږي.
په دې غونډه کې د ګډون په موخه ولسمشر حامد کرزى پرون د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ لندن ته تللى دى.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى به د دغه سفر په لړ کې د برېتانيا له لومړي وزير ډيويډ کاميرون، د برېتانيا له وليعهد شهزاده چارلس، د برېتانيا د نړيوالې پراختيا له وزيرې مېرمن جسټين ګرنينګ او د دغه هېواد له يو شمېر نور لوړ پوړو چارواکو سره پر کتنو سربېره د افغانستان، پاکستان او برېتانيا د مشرانو په درې اړخيزه ناسته کې ګډون وکړي.
دغه راز د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم د يوه پلاوي په مشرۍ ، چې په کې د پوځ او استخباراتو مشران هم شامل دي، لندن ته رسېدلى دى.
په لندن کې د برېتانيا د لومړي وزير له دفتره د سلواغې په ١٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې پر پروسې، په دې برخه کې پر شوو پرمختګونو، د افغانستان او پاکستان پر ستراتيژيکو اړيکو باندې خبرې کېږي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې به يادو پروسو ته د نور سرعت ورکولو په اړه په تفصيل سره بحث وشي.
سرچينه کاږي، چې د افغانستان او پاکستان ملکي او پوځي چارواکي پر يوه مېز راټولېدو سره طالبانو ته دا پيغام ورکول دي، چې اوس د دې وخت راغلى، چې بايد ټولې خواوې د سولې په پروسه کې ورګډې شي.
ټاکل شوې، چې د دې غونډ په لومړۍ ورځ د ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د برېتانيا د لومړي وزير ډېوېډ کميرون ترمنځ غير رسمي او د سبانۍ غونډې پر اجنډا خبرې وشي.
دغه راز د شپې له خوا د برېتانيا د لومړي وزير له خوا مېلمستيا ورکول کېږي.
د افغانستان پاکستان او برېتانيا ترمنځ د درې اړخيزو غونډو لړۍ د ٢٠١٢ کال د جولاى په مياشت کې په کابل کې پيل شوې، دويم پړاو يې د تېر کال په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال په نيويارک کې جوړه شوه.
سبا به د دې غونډې په رسمي برخه کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د پوځ مشر يې جنرال اشفاق کياني او د بهرنيو چارو وزيره مېرمن حنا رباني کهر، د افغانستان له لوري ولسمشر حامد کرزى، د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول او د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني او د برېتانيا له لوري لومړى وزير ډېوېډ کميرون او د بهرنيو چارو وزير ويليم هيګ ګډون وکړي.
د ولسمشر وياند اېمل فيضي لندن ته تر روانېدو مخکې پژواک ته ويلي و : ((په دې درې اړخيزې ناسته کې به د افغانستان د سولې د بهير پر چټکتيا، د ترهګرۍ او افراطيت پر خلاف د مبارزې په کار کې د همکاريو پر پراختيا او په سيمه ييزو همکاريو پورې اړوند مسايلو باندې خبرې وشي.))
هغه زياته کړې وه، چې په لومړيو دوو ناستو کې درېيو واړو هېوادونو په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ ضد د همکاريو پر زياتولو او په افغانستان کې د سولې پر ټينګښټ ټينګار کړى دى.
ده ويلي و ، د برېتانيا چارواکو په تېرو ناستو کې ټينګار کړى و، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بايد د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP