Language

د ننګرهار ډاکټران د چارواکو له بد چلنده شکايت کوي

جلال اباد (پژواک ١٥ سلواغه ٩١): د ننګرهار د عامې روغتيا اړوند ډاکټران وايي، چې نور دې زورواکي او چارواکي د دوی له وهلو او ټکولو لاس واخلي او د ټولنې خدمت ته دې پرېږدي.

دوی دغه څرګندونې نن (د سلواغې ١٥مه) د هغه کس د بښنې په غونډه کې وکړې، چې څو ورځې وړاندې يې د مور له مړينې وروسته ځينې ډاکټران وګواښل او د روغتون سامانونه يې هم ور مات کړل.

د ننګرهار د ملکي روغتون مشر ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې څو ورځې وړاندې يې په روغتون کې يوه ناروغه، چې د زړه ناروغي يې درلوده، مړه شوه او وروسته يې زوى د روغتون ځينې وسايل مات کړل او له ډاکټرانو سره يې لاس هم واچاوه.

نوموړي زياته کړه: ((دا لومړى ځل نه دی، څو ځلې دلته خلک راغلي او وهلي يې يو، خو موږ چوپ پاتې شوي يو، چارواکي او زورواکي هر وخت له موږ سره له تشدد څخه کار اخلي.))

د هغه په وينا، خپل مسلک ته د درناوي له امله يې دغه کس هم وباښه، خو په نورو چارواکو او زورواکو غږ کوي، چې له زور زياتي او ګواښونو دې لاس واخلي.

زهير وايي: ((ما پسې هم څه وخت مخکې يو کس تومانچه راويستې وه، موږ خدمت کوو، چې هڅوئ مو نه، نو ګواښ خو مه راته کوئ.))

د ننګرهار د ملکي روغتون يو ډاکټر فقيرمحمد شرفمل پژواک اژانس ته وويل، ډېری وخت له ځينو ټوپکوالو سره مخ کېږي، چې ګواښونه ورته کوي او دا په چارواکو تړلي کسان دي.

نوموړي زياته کړه: ((ډېرى وخت موږ د امکاناتو له نه شتون سره مخ يو، خو يو زورواکی راشي بې ابه کوي مو او وهي مو، نو موږ هم انسانان يو تر څو به صبر او حوصله وکړو.))

د ده په خبره، د ډاکټرانو د وهلو او يا هم ګواښلو يو لامل دا دی، چې خلک ترې سل سلنه خدمات غواړي او له دوى سره نه وي.

شرفمل وايي: ((همدا چارواکي دي، چې روغتون ته پاملرنه نه کوي، خو چې بيا ناروغ راوړي موږ ګواښي.))

الله ګل، چې د مور له مړينې وروسته يې ډاکټرانو ته بد رد ويلي وو او لاس يې ورسره اچولى و، په خپلې تېروتې اعتراف وکړ او له نورو خلکو يې وغوښتل، چې له ډاکټرانو سره بد چلند ونه کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((ما سهوه کړې ده، دوى ډېر ښه خلک دي؛ ځکه دوی زما د مور درملنه کوله او ما پر دوى ګوزارونه وکړل.))

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ قومي مشر حاجي مياګل هم په غونډه کې له خلکو وغوښتل، چې له دغه ډول چلند او ګواښونو دې ډډه وکړي او ډاکټران دې پرېږدي، چې د خپلې ټولنې خدمت وکړي.

د يادونې ده، دغه لومړی ځل نه دی، چې د ننګرهار د عامې روغتيا د ملکي روغتون ډاکټران ګواښل کېږي، بلکې په لسګونه ځلې د وسلوالو له خوا وهل شوي او ګواښل شوي دي.

 

Related Topics