Language

په بهسودو کې د دارالمعلمين څانګه پرانيستل شوه

 جلال اباد (پژواک ۱۵ سلواغه ۹۱): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د دارالمعلمين يوه څانګه پرانيستل شوه.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري د سلواغې په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياد دارالمعلمين کې به د بهسودو ولسوالۍ هغه ښوونکي نيمه عالي تحصيلات ترسره کوي، چې له دوولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي ، خو لوړې زده کړې ترې پاتې شوې دي.

 د هغه په وينا، په ياد دارالمعلمين کې د رياضي او ساينس څانګې فعاله دي او همدا اوس په کې شپېتو تنو زده کړې پيل کړې دي.

 شينواري وويل، چې له دوی سره د سيف چلډرن موسسې مشرانو ژمنه کړې ، چې له ياد دارالمعلمين سره د اړينو امکاناتو په برابرولو کې مرسته کوي.

 ده زياته کړه، چې له ياد دارالمعلمين سره به په بهسودو ولسوالۍ کې ډېری ښوونکي نيمه عالي تحصيلات ترلاسه کړي.

 د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک اسلام پژواک ته د ياد الحاقيوي دارالمعلمين په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې په ياد دارالمعلمين کې به ډېری هغه ښځينه ښوونکې زده کړې وکړي، چې د ښار عالي دارالمعلمين ته لاسرسى نه لري.

 دى وايي: ((اکثره ښځينه خو لرې نه شي تللی بس دا ورته د ټولو نه ښه مرجع شوه.))

 د يادولو ده، چې په ننګرهار کی دا مهال د بهسودو ولسوالۍ د الحاقيوي دارالمعلمين په ګډون اوولس دارالمعلمينونه فعاليت کوي.

Related Topics