Language

په ننګرهار کې د نيالګيو اېښودلو پسرلنی کمپاين پيل شو

جلال اباد (پژواک ۱۵ سلواغه ۹۱): د ننګرهار د کرنې رياست چارواکو د يکشنبې په ورځ په رسمي ډول د نيالګيوايښودل پيل کړل.

د کرنې رييس انجنير محمدحسين ساپي د سلواغې په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی سږ کال په پام کې لري، چې درې ميليونه او پنځه سوه زره نيالګي وکري.

هغه زياته کړه، چې دغه نيالګي مثمر، نامثمر او زينتي دي، چې د يوې مياشتې په اوږدو کې به کېښودل شي.

د ساپي په وينا، تېر کال هم د کرنې رياست له خوا په لوړه کچه نيالګي ايښودل شوي وو، چې يوه برخه يې د خلکو د نه پاملرنې له امله وچ او يا هم له منځه تللي دي.

خو د کرنې رييس بيا وايي، چې سږ کال يې د دې ستونزې د مخنيوي په موخه يوه کمېټه جوړه کړې، چې هغوی به لومړی له سيمې څخه ليدنه کوي او بيا به د اوبو او ساتنې امکانات ګوري وروسته به دغه نيالګي اېښودل کېږي.

هغه زياته کړه: ((دا ځل موږ په پام کې لرو، چې نيالګي په هغو سيمو کې وکرو ، چې پالنه يې وشي نه دا چې زموږ خواري بې ځايه لاړه شي.))

دی وايي، سږ کال په پام کې لري، چې ټول نيالګي وپلوري، تر څو د دولت بوديجې ته يو څه ګټه ورسېږي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې هر افغان دې دوه نيالګي کېنوي، يو د ځان لپاره او بل هم د افغانستان لپاره.

هغه زياته کړه: ((د محيط ساتنه د هر افغان وظيفه ده او د ځنګلونو او ونو په کېنولو سره هوا پاکېږي؛ ځکه د همدغو ونو پاڼې دي، چې هوا فلتر کوي، نو دا حياتي وظيفه ده.))

د زراعت د برخې د پوهانو په خبره، د کرنې رياست چارواکي دې په جدي توګه د دغو اېښودل  شوو او يا اېښودونکو  نيالګيو ساتنه وکړي.

د دوی په خبره، که چېرې د دغو نيالګيو ساتنه وشي، نو له يوې خوا به مېوه لرونکي ونې هېوادوالو ته ښه حاصل ورکړي او له بل لوري به د دغو بوټو له امله چاپېريال هم پاک وساتل شي.

Related Topics